Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کابل کې پر علماو د برید په اړه غبرګونونه

‌د بښنې نړیوال سازمان وایي، د کابل پرونی برید ښیې په افغانستان کې د ملکیانو په وړاندې ګواښونه زیات شوي دي.

 د بشري حقونو مدافع دا نړیوال سازمان کابل کې پر ملکیانو پرونی برید چې په ترڅ کې یې ۵۰ کسانو ژوند له لاسه ورکړ او ۸۳ نور په کې ټپيان شول، غندي او وایي، دا برید دې ښکارندويي کوي چې په افغانستان کې د ملکیانو په وړاندې ګواښونه د زیاتیدو په حال کې دي.

د بنښې نړیوال سازمان په قصدي ډول د ملکیانو په نښه کول جنګي جنایت ګڼي.

دا سازمان له افغان حکومت نه غواړي چې د ملکیانو ژغورل په لومړیتوب کې راولي.

په همدې حال کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو داستازولی دفتر(یوناما) هم دا برید غندلی دی.

له یاد دفتر نه په خپره شوې خبرپاڼه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي، تدامیچي یاماموتو ویلي دي:«د ملګرو ملتونو په استازیتوب، زه پرونی برید په کلکه غندم چې له امله یې زیات شمېر ملکي وګړي مړه او ټپیان شول.»

خبرپانه کې راغلي دي.«د دې پیښې حقایق ښکاره دي. چاودونه تېره شپه په یوه داسې غونډه کې رامنځ ته شوه، چېرته چې دیني عالمان د یوې ځانګړې مهمې ورځې د لمانځنې په موخه ټول شوي وو.»

ښاغلي تدامیچي زیاته کړه ده:«زه ټینګار کوم چې دارنګه بریدونه په هیڅ ډول شرایطو کې د توجیه وړ نه دي.»

خبرپاڼه کې راغلي دي:«په کابل کې پرونی برید له قساوت پرته بل څه نه و، او هغه کسانو چې دا برید یې تنظیم کړی وو باید محاکمې ته راکاږل شي او حساب ورسره وشي.»

د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ویلي دي چې ملګري ملتونه له افغانانو سره پیوستون ته ادامه ورکوي او د افغانانو په مشرۍ د سولې پروسې ته ژمن دي تر څو روانه جګړه پای ومومي او دولت وتوانیږي له دارنګه ظلمونو څخه د وګړو د خوندیتوب لپاره زیاتې سرچینې بیلې کړي.

خبرپاڼې همدراز زیاته کړې ده:«د نړیوالو بشردوستانه قوانینو له مخې ټولې ښکیلې خواوې مسؤولیت لري چې په هر وخت کې ملکي وګړي خوندي کړي.»

همداراز کابل کې د امریکا متحده ایالاتو سفارت هم کابل کې برید غندلی دی.

دې سفارت د خبرباڼې په خپرولو سره ویلي دي:«امریکا ایالات په کابل کې پر مذهبي غونډې برید چې په ترڅ کې یې ۴۰ کسانو ژوند له لاسه ورکړ او ۶۰ نور ټپیان شول، په سخته غندي.موږ د قربانیانو کورنیو او دوستانو ته خپله ژوره خواخوږي وړاندې کوو.»

د هند سفارت هم د برید غندلو سره ویلي دي چې د برید عاملین باید د نړیوالې ټولنې لخوا وپوښتل شي.

کابل کې د پاکستان سفارت هم د برید غندلو ترڅنګ یلي دي چې هېواد یې هر ډول ترهګري غندي.

په همدې حال کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو داستازولی دفتر(یوناما) هم دا برید غندلی دی او ویلي یې دي چې دا ډول بریدونه د توجیې وړ نه دي

شریک یي کړئ