د بریدګرو یوې ډلې تېره شپه (پنجشنبې د غوايي ۲۶ مه) د کابل ښار په اړوند سیمه کې د عامه محافظت ځواکونو پر یوې پوستې برید کړی دی.
د پېښې شاهدان او د سرتېرو خپلوان وايي چې په دغه برید کې د عامه محافظت ځواکونو څلور سرتېري وژل شوي دي.
خو د عامه محافظت ځواکونه او د کابل امنیه قومندانۍ په دې اړه څه نه وايي.
خو د طلوع نیوز خبریال کریم امیني چې د پېښې سیمې ته تللی وايي چې بریدګرو دغه پوسته سوځولې ده.
د دغه برید مسوولیت تراوسه کومې ډلې نه دی منلی.
دغه پوسته د څرخي پله له امنیتي کمربند څخه یوازې څو سوه مټره واټن لري. د پېښې شاهدان وايي چې له بریدګرو سره د دوه ساعته جګړې په لړ کې هېڅوک د عامه محافظت د دغو ځواکونو مرستې ته هېڅوک رانهغلل.
د عامه محافظت ځواکونه د خصوصي امنیتي شرکتونو له لغوه کېدو وروسته رامنځته شول او کورنیو چارو په وزارت کې د چارواکو په وینا، چې دغه ځواکونه د کابو ۲۰۰ خصوصي، نړیوالو او دولتي پروژو د امنیت تامین مسوولیت په غاړه لري.