Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کابل کې څه باندې ۹ ټنه نشه‎يي توکي وسوځل شول

سوځل شوي نشه يي توکي په تېر یوه کال کې د نشه‎یي توکو پر ضد د مبارزې پولیسو له خوا د عملیاتو په ترڅ کې ضبط شوي وو.

د نشه‎يي توکو ډېری دغه بستې په پلازمېني کې له نشه‎یي توکو سره د مبارزې د پولیسو په عملیاتو کې ترلاسه شوې دي.

د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک په دې اړه وویل:«یوه ډېره ښه او ډېره ګټوره او ګډه ډله دلته کار کوي او دا کولای شي د نورو برخو لپاره یوه بېلګه وي. او د کورنیو چارو وزارت او لویې څارنوالۍ ترمنځ ګډې همکاري وي.»

د کورنیو چارو وزارت له نشه‎يي توکو سره د مبارزې مرستیال عبدالخلیل بختیار په ډاګه کړه:«نشه‎يي توکي په ناامنۍ، فساد او بې ثباتۍ کې ريښه لري او د نړیوالې ترهګرۍ اصلي سرچینه بلل کېږي.»

د کورنیو چارو وزارت وايي د دغو نشه‎يي توکو د قاچاق په تړاو څه د پاسه ۵۵۰ تنه نیول شوي چې له هغې جملې ۲۴ یې مېرمنې دي.

د کورنیو چارو وزارت وایي د نشه‎يي توکو په تړاو نیول شويو کسانو ته سزا ورکړل شي او ځیني یې په ۲۰ کاله بند محکوم شوي.

شریک یي کړئ