Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کابل کې چاودنې د دوو ماشومانو ژوند واخیست

د کابل ښار د څلورمې امنيتي حوزې اړوند خیرخانې د لب جر په سيمه کې چاودنې نن(یک‎شنبې د چنګاښ۳۱مه) د دوو ماشومانو  ژوند واخیست.

په دې پېښه کې یوه ماشومه ټپي شوی هم دی. چارواکي وايي چې یوې ماشومې او یوه ماشوم ژوند له لاسه ورکړی دی.

د کابل امنیتي چارواکي وايي چې دا چاودنه د مقناطیسي ماین چاودنې له کبله رامنځته شوې ده.

د امنیه قومندانۍ ویاند، حشمت ستانکزی د پېښې تائید سره وايي چې د پېښې قربانیان ټول د یوې کورنۍ غړي دي.

دا چې ماین چا لخوا او ولې ځای پر ځای شوی وه، په دې اړه څه نه دي ویل شوي.
 
د کابل د پولیس ویاند، حشمت ستانکزی وايي چې د پېښې ټول قربانیان د یوې کورنۍ غړي دي چې یوې ماشومې او یوه ماشوم ژوند له لاسه ورکړی دی

شریک یي کړئ