Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کابل کې یوه ټلوېزیوني ویانده د ناپېژاندو کسانو له خوا ترور شوه

یوه پخوانی ټلوېزیوني ویانده مینه منګل نن شنبې (د غوايي په ۲۱مه) د کابل ښار د کارته نو په سیمه کې د ناپېژانده وسله‎والو له خوا ووژل شوه.

تراوسه د دغه برید انګېزه مالومه نه ده، خو د کابل پولیس وايي چې دا پېښه څېړي.

مېرمن منګل په دې وروستیو کې د ولسي جرګې د فرهنګي سلاکارې په توګه دنده په مخ بیوله.

مېرمن منګل د کابل په کارته نو سیمه کې ووژل شوه، د پیښې شاهدان وايي چې د ولسي جرګې د کلتوري چارو سلاکاره او د تلویزیون پخوانۍ ویانده مینه منګل د کاري دفتر په لور روانه وه چې د ناپېژانده کسانو له خوا پرې ډزې وشوې.

د کابل پولیس وايي په دې اړه پلټنې پیل شوې او تراوسه د دې پیښې په تړاو څوک نه دي نیول شوي.

مینې منګل له دې مخکې پر خپل فیسبوک پاڼه لیکلي و چې د یو شمېر کسانو لخوا ګواښل شوې ده.

مېرمن منګل په لمر، اریانا او شمشاد ټلوېزیونونو کې ویانده پاتې شوې ده خو په دې وروستیو کې د ولسي جرګې د فرهنګي سلاکارې په توګه دنده په مخ بیوله.

شریک یي کړئ