Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کاپیسا کې د امنیتي ځواکونو پر پوستې برید؛ دوه تنه سرتېري وژل شي

د کاپیسا امنیتي چارواکي نن (سې‎شنبې د زمري په ۸مه) وايي چې په دغه ولایت کې د امنیتي ځواکونو پر پوستې د طالبانو د برید په پایله کې دوه پولیس وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.

د کاپیسا د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالشایق شورش وايي چې طالبانو د دغه ولایت د مرکز په نواباد کلي کې د امنیتي ځواکونو پر پوستې ډله‎ییز برید وکړ.

هغه ادعا کوي چې په دغې نښته کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده، خو وايي چې د هغه د کره شمېر په اړه جزییات نه وړاندې کوي.

د هغه په وینا، د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتې څو ساعته دوام درلود چې په پایله کې طالبانو شاتګ ته اړ شول.

په دغې نښته کې ولسي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده رسېدلې.  

شریک یي کړئ