Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کرزي د م.م سازمان د هېوادونو په وړاندې په دوه ګوني چلند تورن کړ

د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي نن پنجشنبې(د کب ۱۹ مه)په یوې وینا کې د ملګرو ملتونو سازمان د هېوادونو پر وړاندې په دوه ګوني چلند تورن کړ او ټینګار یې وکړ چې په هېواد کې د دغه سازمان دفترونه د سترو هېوادونو د موخو لپاره کار کوي.

ښاغلي کرزي چې د ملګرو ملتونو سازمان د غونډو په څېر د ځوانانو لخوا په جوړه شوې غونډه کې وینا کوله زیاته کړه چې د ملګرو ملتونو د امنیت اوسنۍ شورا لیرې شي،د ملګرو ملتونو سازمان به د  هېوادونو په درد به وخوري چې او هېوادونه به وتوانېږي چې له هغه څخه ګټه واخلي.

کرزي زیاته کړه چې د ملګرو ملتونو سازمان بې طرفه نه دی.

پخوانی ولسمشر وايي:«د ملګرو ملتونو سازمان اوس په ډېریو مواردو کې،کله څرنګه چې موږ په ۳۰ کلونو کې تجربه کړې،د سترو هېوادونو د موخو د استفادې لپاره دي.په ډېریو زیاتو موردونو کې.»

ښاغلي کرزي یوځل بیا په افغانستان کې د امریکا متحده ایالاتونو په سیاست نیوکه وکړه.

هغه زیاته کړه:«په غیرت او زړورتیا کې په نړۍ کې ساری نه‎لرو،خو ولې تر پښو لاندې شوي یوو؟که‎چېرې جګړه تن په تن وي د تورې جګړه وي،سبا به زموږ بیرغ په واشنګټن کې پورته شي او ماته ورکوو.»

د ملګرو ملتونو په چارو کې د ولسمشر سلاکاره فرخنده زهرا نادري وايي:«د بیان ازادي او ولسي ځواک دی،هغه قدرت چې کولای شي حتا زاړه قدرتونه حتا په ملګرو ملتونو کې او په نورو برخو کې که‎چېرې حاکم هم وي،ولسي غږ او د ځوانانو غږ چې د خلکو له عمق او بطن څخه پورته کېږي،وننګوي.»

ملګرو ملتونو سازمان تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

 اخوا په دې غونډه کې د هېواد د روزنیزو بنسټونو د کیفیت په ټیټوالي نیوکه وشوه.

د افغانستان د ارزونې او څېړنې قطعې رییسه اورځلا نعمت څرګنده کړه:«ډېری مشران مو ته یادونه کوي چې په افغانستان کې پنځه مېلیونه ماشومان ښوونځي ته ځي.دا شان ښوونځي چې کله زموږ ځوانان له ښوونځي فارغ شي یوه عریضه هم نه‎شي لیکلای،زموږ څه په درد لګېږي؟»

په همدې حال کې په کابل کې د سویدن سفیر په افغانستان کې په تل پاتې پراختیا ټینګار کوي.

په افغانستان کې د سویډن سفیر انډرس اسجوبرګ وویل:« موږ له ډېرې مودې راهیسې دلته وو. زموږ ژمنه اوږدمهاله ده. په افغانستان کې د دغه هیواد د پراختیا لپاره زموږ ژمنه تر ۲۰۲۴  کاله ده.»

د ملګرو ملتونو سازمان د غونډو په څېر د افغان ځوانانو لخوا د غونډې جوړول له هغو پروګرامونو څخه دي چې د نړۍ په کچه د ځوانانو لخوا په پرېکړو کې د هغوی د ونډې د پراختیا هڅه بلل کېږي.

شریک یي کړئ