Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کرزی:د امریکا هڅې به هغه وخت بریالۍ وي چې افغانان په کي دخیل وي

پخواني ولسمشر حامدکرزی چې په یوه ناسته کې د ګډون لپاره چین ته تللی د چین له نړیوال ټلوېزیون سره په مرکه کې وايي د سولې لپاره به د امریکا هڅې هغه وخت بریالۍ وي چې افغانستان په دې بهیر کې بشپړه ونډه لري. 

ښاغلی کرزی همدارنګه وايي چې د افغانستان خلک باید د سولې بهیر مسوولیت ولري.

پخواني ولسمشر حامد کرزي په دې اړه وویل:« په افغانستان کې د سولې لپاره د امریکا وروستی نوښت به هغه مهال نتیجه ولري چې په بشپړه توګه افغانان په پام کې ونیسي او دوی یې مسوول وي او همداراز د لویو قدرتونو صادقانه همکاري چې زموږ ګاونډیان دي په دې برخه کې ولیدل شي، د بېلګې په توګه زموږ په ګاونډ کې چین او روسیه لوی نړیوال قدرتونه دي.»

پخوانی ولسمشر همداراز له ترهګرۍ سره په مبارزه او په افغانستان کې سولې ته په رسېدو کې د شانګهاي د همکارۍ سازمان رول مهم بولي.

ښاغلي کرزي څرګنده کړه:« موږ خوښ یوو چې درې واړه لوی سیمه‎ییز قدرتونه یعنې چین، روسیه او هند د شانګهاي د هکمارۍ سازمان برخه دي، پاکستان، د منځنۍ اسیا هېوادونه، ترکیه او همداراز ایران د هغې برخې دي او افغانستان د دغه سازمان څارونکی غړی دی، نو موږ دا یو مثبت پرمختګ ګڼو او هیله لرو چې په دې سازمان کې په رغنده همکارۍ سره به افغانستان د شانګهاي سازمان له لومړنیو ګټه اخیستوونکو څخه وي.»

پخوانی ولسمشر وايي افغانان له چین سره د پاکستان د همکاریو د لا پراختیا غوښتونکي دي او تمه لري چې د دواړو هېوادونو ترمنځ دوستي له توندلارۍ سره د مبارزې لامل شي.

پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي د سولې لپاره به د امریکا هڅې هغه وخت بریالۍ وي چې افغانستان په دې بهیر کې بشپړه ونډه لري. 

شریک یي کړئ