Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کرزی د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د بیا پیل غوښتونکی‌ شو

پخوانی ولسمشر، حامد کرزی نن(پنج‎شنبې د وږي په ۲۸مه نېټه) خبریالانو ته په خبرو کې د طالبانو او امریکا متحده ایالاتو ترمنځ د سولې خبرو د بیا پیل غوښتونکی شو.

د ښاغلي کرزی په خبره د امریکا او طالبانو ترمنځ خبرې باید رڼې او روښانه وي.

هغه طالبان وروڼه بولي او وايي طالبان په هماغه اندازه چې له امریکا سره پر خبرو ټينګار کوي باید چې له افغانانو سره هم خبرې پیل کړي.

کرزی وايي روسیه، چین او آلمان او د افغانستان ګاونډي هېوادونه باید د افغانستان د سولې خبرې له سره پیل کړي.

پخواني ولسمشر خبرداری ورکوي چې یا امریکا له افغانستانه ووځي، یا به د افغانستان خلک پاڅو کوي او امریکا به له خپل هېواده وباسي.

نوموړي له امریکا غوښتنه وکړه څو په رېښتیني توګه د افغانستان د سولې په بهیر کې همکاري وکړي. ده د افغانستان ټاکنې له سولې مخکې د منلو نه بولي.

ده وړاندې وویل:«ټاکنې به هغه وخت آزادې وي چې په کې سوله وي. له حکومته غواړو چې سولې ته دې ملا وتړي ځکه چې په سوله کې یې عزت دی.»

دی همداراز وايي که امریکا په افغانستان کې نه وي، پاکستان پر افغانستان نشي حاکمه کېدی.

حامد کرزي همداراز پر افغان چارواکو نیوکه وکړه چې په تورخم کې د ۲۴ساعته خدمتونو وړاندې کولو مراسمو په پرانیستو کې یې ګډون کړی وو، چېرې چې پر لوحې د ډیورنډ کرښې پر ځای تورخم رسمي بندر لیکل شوی وو.

حکومت افغانستان گفته‌است که تمامی تلا‍‌ش‌های صلح را تا پس از برگزاری انتخابات ریاست‌جمهوری، متوقف کرده‌است.

شریک یي کړئ