Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کرزی: د سولې لپاره امریکا باید له روس او چين سره تفاهم وکړي

پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي، په افغانستان کې د سولې لپاره د امریکا پیل شوې منډې ترړې او د روسيې د مسکو غونډه د ارزښت وړ دي، خو ښه به وی چې دواړه هېوادونه او چین له یو بل سره په دې برخه کې همکار واوسي.

هغه چې نن (چهارشنبه، د لېندۍ ۱۴مه) د نامتو افغان فیلسوف سید بهاء الدین مجروح د زوکړې د نویمې کالیزې په مناسبت جوړو شویو مراسمو کې یې خبرې کولې، وویل امریکا باید له روسيې او چین سره یو تفاهم وکړي.
 
په وینا يې که امریکا رښتیا هم سوله غواړي نو باید له روسيې او چین سره تفاهم ته ورسېږي.

هغه وویل: «که امریکا رښتیا هم سوله غواړي، نو موږ ترې غواړو چې له روسيې او چين په څېر لویو هېوادونو سره د افغانستان په اړه تفاهم ته ورسېږي.»

پخواني ولسمشر زیاته کړه، که امریکا له دې لویو هېوادونو سره د تفاهم هڅه نه کوي، نو په وينا يې بیا به سوله نه؛ «یو بل شی به وي.»

پخواني ولسمشر دا هم وویل، چې امریکا باید د افغانستان د سولې او له طالبانو سره د خبرو ترمنځ له پاکستان سره معامله ونه کړي او په خبره يې د دې بهرنیو معاملو له امله زموږ هېواد بدبخته شوی دی. 

کرزي وویل: «موږ پوره د دې توپیر کولی شو، چې په افغانستان کې سوله څه ده او د امریکا او پاکستان تر منځ معامله څه ده؟ د دې بهرنیو معاملو له لاسه زموږ هېواد بدبخته شوی دی.»

ښاغلی کرزی وايي د سولې د هڅو په اړه باید ټول افغانان خبر شي او حکومت باید د دې خبرو لپاره یو ملي پلاوی وګماري، وړاندې زیاتوي که موږ پکې دخیل ونه اوسو، نو دا بهیر به هیڅکله زموږ پر خیر نه وي. 

ښاغلي کرزي زیاته کړه: «چېرته چې موږ دخیل نه یو او د کار څښتنان نه یو، امکان نه لري چې پایلې به يې زموږ په ګټه وي، هیڅ کله به نه وي.»

دا په داسې حال کې دی چې ارګ د اشرف غني د دفتر د رییس عبدالسلام رحیمي په مشرۍ دوولس کسیز پلاوی ګمارلی دی، چې د سیاسي ګوندونو او څېرو توندکې نیوکې پرې شوې دي. 

په ورته وخت کې د ملي امنیت پخوانی سلاکار ډاکټر رنګین دادفر سپنتا وايي، موږ سره له دې چې د وژل شویو کسانو یادونه کوو، خو پېژندل شویو قاتلانو ته يې هم احترام کوو. 

هغه د چا له نوم اخیستو پرته وویل: «موږ د هغو [وژل شویو] پر غم کېنو او کارونه يې ستایوو، خو په عین حال کې د هغوی پېژندل شویو قاتلانو ته هم احترام کوو، هغوی هم ستایو او هغوی ته مشر او رهبر وایو.»

حامدکرزی وايي تراوسه هم د امریکایي ځواکونو له بمباریو سره چې ملکي خلک پکې قرباني کیږي مخالف دی او زیاتوي د زلمي خلیلزاد له خوا د امریکا د سولې له هڅو ملاتړ کوي خو دا خبرې باید د افغانانو له خوا ترسره شي.

عالم، متفکر او فیلسوف سید بهاء‌الدین مجروح د ۱۹۲۸ز کال د فبروري میاشتې په ۱۲مه نېټه د کونړ ولایت اسمار ولسوالۍ په شېنکوړک کلي کې، د سید شمس الدین مجروح په کور کې نړۍ ته سترګې وغړولې.

نوموړي ګڼ عملي اثار تر شا پرېښودل او د ۱۹۸۸ز کال د فبروري په ۱۱مه ورځ پېښور کې د نامعلومه کسانو له لوري ووژل شو.
 
کرزي وویل: «که امریکا رښتیا هم سوله غواړي، نو موږ ترې غواړو چې له روسيې او چين په څېر لویو هېوادونو سره د افغانستان په اړه تفاهم ته ورسېږي.»

شریک یي کړئ