Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کرزی په افغانستان کې د زبر ځواکو له شخړو ډک سیالیو څخه اندېښمن دی

پخواني ولسمشر حامد کرزي په نوي ډهلي کې د «رایسینا په خبرو اترو»غونډه کې وویل چې افغانستان په تېرو ۱۵ کلونو وروستیو کلونو کې،د څو قطبي او څو اړخیزې نړۍ شاهد وو.

نوموړي زیاته کړه چې د هغه د حکومت پرمهال یې څو ځله پوتین ته له امریکا څخه شکایت وکړ او له دې امله چې د نړۍ ځواکونه په افغانستان کې همکار وو، شخړه رامنځته نه‎شو خو اوس دا قدرتونه په یو ډول د یو بل پرخلاف ولاړ دي.

ښاغلي کرزي زیاته کړه:« ما ولسمشر پوتین ته وویل چې زه د افغانستان په اړه یو لړ اندېښنې لرم ځکه په هغه ډول چې امریکا او لوېدیځ متحدین یې د ترهګرو پرخلاف جنګېږي، موږ په سیمه او افغانستان کې د توندلارۍ کمښت ته نه رسوي، موږ وینو چې په افغانستان کې توندلاري له ډېرو قربانیو سره سره د پراختیا په حال کې ده.»

پخوانی ولسمشر وايي چې د افغانستان په اړه د زبرځواکو اړیکې کرارکرار د ترینګلتیا په حال کې دي.

پخواني ولسمشر حامد کرزي په دې اړه وویل:« دا یعنې څو قطبي نړۍ هغه څه دي چې موږ یې د ټولې نړۍ لپاره هیله کوو او دا هغه څه دي چې موږ یې په افغانستان کې له ۲۰۰۲ کال راهیسې لرل، آیا په افغانستان کې تراوسه هم، همداسې دي؟ له بده مرغه نه، آیا کرار کرار دا له لاسه ورکوو؟ هو.»

له بلخوا د هند لومړی وزیر ټینګار کوي چې پر پاکستان باید فشارونه زیات شي.

د هند لومړي مرستیال نرېندرا مودي په دې اړه څرګنده کړه:« که‎چېرې پاکستان غواړي له هند سره خبرې وکړي باید له ترهګرۍ لاس واخلي.»

نرېندرا مودي همداراز وايي ډهلي به له افغانستان سره همکار وي.

ښاغلي نرېندرا زیاته کړه:« د افغانستان د ملي شورا د ودانۍ بشپړېدل او د هند او افغانستان د دوستۍ بند جوړېدل په افغانستان کې د پرمختګونو او همکاریو لپاره زموږ د ادارې پياوړې بېلګې دي.»

حامدکرزی په داسې حال کې په افغانستان کې د مسکو او واشنګټن د مقابلې په اړه اندېښنه څرګندوي چې روسیې په دې وروستیو کې په افغانستان کې د امریکا پوځي اډې د پوښتنې وړ بللې او ویلي یې دي چې له طالبانو سره اړیکې لري او دا ډله یو سیاسي قدرت بولي. 

شریک یي کړئ