Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کومانډويي ځواکونو د طالبانو له زندانه ۱۱ ملکیان ازاد کړل

د ۲۱۵ میوند قول اردو نن شنبې (د لیندۍ په ۱۶ مه) په هلمند کې د طالبانو له یوه زندانه د ۱۱ ولسي وګړو له ازاېدو خبر ورکړ.

د دغې قول اردو د رسنیو دفتر په یوې خبرپاڼه کې راغلي چې د تېرې شپې (جمعې) د عملیاتو په لړ کې د کومانډو د اوم کنډک ځواکونو په سنګین ولسوالۍ کې ۱۱ ولسي وګړي د طالبانو له بنده ازاد کړل.

خبرپاڼه کې همدارنګه راغلي چې د دغو عملیاتو په لړ کې ملکیانو ته زیان نه دی رسېدلی.

د ۲۱۵ میوند قول اردو د هملند ولایت په سنګین ولسوالۍ کې د عملیاتو په اړه نور جزییات وړاندې نه کړل.
طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د میوند قول اردو د رسنیو دفتر په یوې خبرپاڼه کې راغلي چې د تېرې شپې (جمعې) د عملیاتو په لړ کې د کومانډو ځواکونو د اوم کنډک ځواکونو په سنګین ولسوالۍ کې ۱۱ ولسي وګړي یې د طالبانو له بنده ازاد کړل.

شریک یي کړئ