ملي دفاع وزارت د دې پخلی کوي چې په کندز کې د دولتي ځواکونو د عملیاتو په پایله کې څه باندې ۱۰ ولسي وګړي وژل شوي دي.
وزارت وايي چې دولتي ځواکونو د دغه ولایت په چهار درې ولسوالۍ کې د طالبانو د لهمنځه وړلو عملیات په لاره اچولي وو چې د دغو عملیاتو په لړ کې په دغې سیمه کې ولسي وګړو ته هم زیان رسېدلی دی.
د دغه وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې یو لوړپوړی پوځي پلاوی، د دغې پېښې د څېړو لپاره سیمې ته استول شوی دی.
دا په داسې حال کې دی چې له دې وړاندې هم، څو ځلې په کندز ولایت کې د دولتي ځواکونو د عملیاتو په پایله کې ولسي وګړو ته زیان رسېدلی دی.
په دې وروستیو کې ملګرو ملتونو سازمان د ۲۰۱۸ کال په شپږو لومړنیو میاشتو په افغانستان کې د ولسي وګړو ۲۲ سلنه مرګ ژوبله د دولتي ځواکونو له امله رامنځته شوې ده.
د دغه رپوت پر بنسټ، د ۲۰۱۸ کال په شپږو لومړنیو میاشتو کې ۱ زرو او ۶۹۲ ولسي وګړي وژل شوي او ۳ زره او ۴۳۰ تنه نور ټپيان دي.