Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کندهار او فراه کې د ۱۴ طالب وسله‎والو وژل کېدل

کندهار او فراه ولایت کې طالبانو یوه نومول شوي ولسوال په ګډون د۱۴ طالب وسله‎وال وژل شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت د کندهار تېره شپه(یک‎شنبې د غويي په ۲۲مه نېټه) یو شمېر وسله‎والو په شورابک ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو پر پوستو د برید هوډ درلود، خو مخکې له بریده سرحدي ځواکونو د هغوی برید شنډ کړی دی.

خبرپاڼه کې راغلي دي چې په نښته کې اووه طالب وسله‎وال وژل شوي او ۴ نور ټپیان دي.

یاد وزارت وايي چې په نښته کې امنیتي ځواکونو ته زیان نه دی رسېدلی.

همداراز د یوه بل خبر له مخې د فراه ولایت امنیتي چارواکي د یاد ولایت پرچمن ولسوالۍ ته د طالبانو د نومول شوي ولسوال او د هغه له ۶ ملګرو له وژل کېدو خبر ورکوي.

د فراه د امنیه قومندانۍ ویاند، محب الله محب وايي یاد شمېر طالبان تېره ماښام د بالابلوک ولسوالي په شوز کلي کې د هوايي برید په پایله کې وژل شوي دي.

ښاغلی محب وايي د طالبانو دغه مسوول له خپلو کسانو سره په یوه موټر کې سپور وو چې پرې هوايي برید شوی.

طالبانو تر اوسه پورې د دواړو خبرونو په تړاو خپل نظر نه دی څرګند کړی.

د کورنیو چارو وزارت وزارت وايي ۷ طالب وسله وال په شورابک ولسوالۍ کې وژل شوي

شریک یي کړئ