Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کندهار کې د ترکیې د پوهنې بنسټ ته د افغان ترک ښوونځیو سپارل

په کندهار ولایت کې هم د افغان ترک ښوونځیو مسوولیت د ترکیې د پوهنې بنسټ ته وسپارل شول. د کندهار ولایت د پوهنې ریاست وايي چې د یوې هوکړې له مخې په ټول هېواد کې د یادو ښوونځیو مسوولیت د ترکیې د پوهنې بنسټ ته سپارل کېږي.

د پوهني وزارت د ارزیابی او نظارت رییس، نجیب کامران وايي:«دغه ښوونځي په ورو ورو ډول د ټولو ولایتونو څخه انتقال شول او ځیني خلک دا نیوکه کوي چې د مرکز ښوونځي ولې نه تسلیمیږي، دا په هیڅ وجه د دې په مانا نه ده چې موږ توانمندي نه لرو، موږ د حکومت او د ترکیې هېواد سره په تفاهم باندې هغه ښوونځي هم سپارو او دا دی ورستي ولایتي ښوونځي مو ورته وسپارل او د مرکز ښوونځي به هم ورته وسپارو.»

د کندهار د پوهني ریاست د ترکيې هېواد د پوهنې د بنسټ څخه غوښتنه کوي تر څو په دغه ولایت کې خپل فعالیتونه ډېر کړي او د کندهاري زده کوونکو په زده کړو کې دې د پخوا په پرتله موثر بدلون رامنځ ته کړي.

د کندهار د پوهني رییس، عبدالقادر پیوستون وايي:« پوره امانت داری سره ستاسو د اولادونو لپاره دا عملي کوو او سر د نن څخه به عملي کار پیل کړي او موږ شپه او ورځ کار کړی دی یعنې د نجونو د ښوونځي لپاره مو هم کار کړی دی د ښار په یو مناسبه سیمه کې مو ځای ورته موندلی دی او انشاالله ډیر ژر به يې کارونه پیل شي.»

د کندهار د ولایتي شورا غړی، نعمت الله شیردلي وايي:« موږ د خپل هېواد ټولو اوامر منو او د ترکیې هېواد سره يې ښه اړیکو ساتلو ته ژمن یوو، نور وروڼو هم شل کاله دلته خدمت وکړ او زموږ د حکومت له لوري هم ورته کومه ستونزه جوړه نشوه.»

بل خوا د ترکي هېواد د پوهني بنسټ مسوولین وايي هڅه کوي تر څو په افغانستان کې د افغان ترک ښوونځيو له لارې د زده کوونکو تعلیمې کچه لوړه کړي او په دې برخه کې د ترکيې هېواد له لوري ۳۰ میلیونه ډالره بودجه ځانګړې شوې ده او همدارنګه په کندهار ولایت کې د نجونو د زده کړو لپاره د افغان ترک ښوونځي جوړه کړي.

د ترکيې هېواد د پوهنې د بنسټ مسوول وايي، شاکر وای ووس وايي:«زموږ د فعالیت څخه وروسته به دلته په کندهار کې د ترکیې هېواد قونسلګري هم خپل فعالیت پیل کړي او په ښوونځیو کې نوي تعمیرونه هم جوړ کړل شي او زموږ د ښوونځیو د د فعالیتونو تر څنګ به نور بنیادونه هم خپل کارونو ته ادامه ورکړي.»

په کندهار ولایت کي د شاه حسین هوتک افغان ترک په نوم ورستۍ ښوونځی وه چې د ترکې د پوهنې بنسټ ته په رسمي توګه وسپارل شو او د پوهنې وزارت چارواکي وايي په نیږدې وختونو کې به په پلازمينې کې د افغان ترک ښوونځې هم یاد بنسټ ته وسپارل شي.

په کندهار ولایت کي د شاه حسین هوتک افغان ترک په نوم ورستۍ ښوونځی وه چې د ترکیې د پوهنې بنسټ ته په رسمي توګه وسپارل شو

شریک یي کړئ