Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کندهار کې د سولې په پار د پرلت خېمه ودرول شوه

د کندهار د سولې غوښتونکو کاروان غواړي، د سولې غږ له جوماتونو او کلیو راپورته کړي.

دوی زیاتوي ډېر ژر به د کلیو د ملا امامانو په مرسته د منبرو له لارې د سولې غږ پورته کړي.

په کندهار ښار کې د پراخې ناامنۍ د مخنیوي لپاره د اعتراضیه پرلت خیمه ودرول شوه.

له هغې وروسته کله چې په هلمند کې کابو یوه میاشت مخکې د ناامنیو په اعتراض کې «د سولې د غوښتنې کاروان» ترنامه لاندې په لښکرګاه کې د پرلت خېمه ودروله، د خوست، ننګرهار، پکتیا، بلخ او ځینو نورو ولایتونو اوسېدونکو هم د دوی په ملاتړ خېمې ودرولې.

د دغو اعتراض کوونکو اصلي غوښتنه د حکومت او طالبانو ترمنځ اوربند دی، چې د طالبانو له خوا رد شوه.

له دې ټولو سره اعتراض کوونکو خپل اعتراض ته دوام ورکړی او د دغه اعتراضونو لمن پراخه شوې ده.

په دې خیمه کې د کندهار اوسېدونکي، مدني فعالان او قومي مشران راټول شوي دي او د سولې غوښتنه کوي.

په کندهار کې پرلت کوونکی وايي:« سوله دې د کندهار په سطحه ولسونو او قومونو ته حواله شي، هغه اغېزې چې د کندهار ولسونه یې لري له بل چا سره نشته. سوله اوس په قلم، کتابچه او دفتر کې بندي ده. او نور په قلم کتابچې سوله نه‎لري.»

په کندهار کې یو بل پرلت کوونکی:« داسې هېواد شته چې زموږ وینه یې نه وي تویه کړئ. موږ یې دوکه کړي یوو، دا دوکه شوي کسان که زه یم او نور دي باید ځان پوه او ماغزه عیار کړو او ځان پوه کړو چې موږ پر څه مرو.»

د سولې دغه کاروان په دې برخه کې د سیمې امامانو او د خلکو همکاري اغیزمنه بولي.

د هلمند د سولې کاروان لخوا د خیمې دریدو وروسته اوس مهال د ډیرو نورو ولایتونو ددغه بهیر څخه د ملاتړ خیمې درولې دي.

اعتراض کوونکي وايي، د سولې د خبرو د ملاتړ په موخه اوس غواړي د سولې دغه غږ د جوماتونو له منبرونو پورته کړي.

شریک یي کړئ