Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کندهار کې د ماین چاودنې د ۶کسانو ژوند واخیست

د کندهار ولایت امنیتي چارواکي په دې ولایت کې د ماین چاودنې له کبله د ۶ کسانو له وژل کېدو خبر ورکوی.

دا چارواکي نن(سې‎شنبې د غبرګولي په ۲۱مه نېټه) وايي پېښه سهار کابو نهه بجې شوې ده.

 پېښه په ډنډ ولسوالۍ کې هغه مهال رامنځته شوې ده چې د ملکي کسانو یو موټر د سرک غاړې له ماین سره برابر شوی دی.

د کندهار ولایت پولیس وايي په پېښه کې دوې ښځې، دوه ځوانان او دوه ماشومان وژل شوي دي.

د ماین اېښودنې مسوولیت په تړاو څه نه دي ویل شوي.

په دې پېښه کې د دوو ماشومانو په ګډون شپږو کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی

شریک یي کړئ