که څه هم د هېواد په سوېلي ولایت کندهار کې د یو لړ فرهنګي ستونزو له امله د نجونو څخه د زدهکړو حق اخیستل شوی دی او هر کال د ګوتو په شمار نجونی له ښوونځیو څخه فارغېږي ، خو یو شمېر نجوني چي اوس په یاد ولایت کي په عصري زدهکړو بوختي دي
کندهار هغه ولایت چي هر کال د ګوتو په شمار نجوني له ښوونځیو څخه فارغېږي، او ډېرو نجونو ته د هغوی د کورنیو له خوا د لوړو زده کړو حق اخیستل شوی دی.
خو ډېري دغو نجونو د هغو کندهاري نجونو د راتلوونکي په اړه اندېښنه لري چي د کورنیو له لوري ورته د زده کړو د دوام اجازه نه ورکول کېږي.
یوې زده کوونکې نرګس په دې اړه وویل:«ډېری داسی کورنی شته چي نجونې نه پرېږدي چي لوړې زدهکړي تر لاسه کړي شاید کلتوري دودونه وي، خو که ښځې زدهکړې تر لاسه کړي کېدای شی په کندهاري ټولنه کې یو ښه بدلون راولي. داسی نجوني شته چي آن ۱۲ ټولګي نهشي بشپړولای چې ټوله ظلم یې د کورنی له لورې ورباندې کېږي او د هغوی حقونه تر پښو لاندې کېږي.»
دغه نجونې چې اوس په کندهار ولایت کي آنلاین زدهکړې تر لاسه کوي وايي چې مبارزه يي پیل کړې ده ترڅو له دې لارې څرګنده کړي چي په کندهار ولایت کې نجونې د پرمختګ او زده کړې تر لاسه کولو په موخه هڅي پیل کړې دي او له دې لارط به نوري نجوني هم عصري زدهکړو ته وهڅوي.
یوه بله له دغو زدهکوونکو سونیا څرګنده وي:« په دې برخه کي موږ ټولې نجونې کولای شو خپل همزولې او ګاونډیان وهڅو، او دولت باید ملاتړ وکړي او داسې پروګرامونه په لاره واچوي چي د دوی راتلوونکی روښانه کړي. ځینې خلګ دا ستونزي لري چي نجلي يوازې باید په کور کې پاتې شي او دباندې ونه وځي. موږ دلته په یو اسلامي چوکاټ کې زده کړې کوو او د زدهکړو تر څنګ د ښه راتلوونکي په تمه یوو.»
هغه نجوني چي فرهنګي دودونه يي مات کړي دي دلته یی د دغه نجونو تر څنګ زدهکړي کوي اوس د نړۍ په غوره پوهنتونو کي زده کړي کوي.
د مسلکي انسټېټوټ مسوول احسان الله احسان په دې اړه وايي:«دغه ښوونکي چي دي د هغوی تجربي لوړي دي او په لوړ میعار سره زدهکړه ورکوي او دوی میعاري زدهکړې تر لاسه کړې دي سږکال زموږ ۲۳ خوندي چي له دې ځایه فارغه ېوې دي په بېلا بېلو موسیسو او پوهنتونو کې کار او زده کړې کوي.»
دمګړی په کندهار ولایت کي کابو ۷۰ زره نجوني په زده کړو بوختې دي خو له یادو نجونو څخه ډېر کم شمېر يې له ۱۲ ټولګیو څخه فارغه کېږي.