Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کندهار کې پوځي چورلکه نسکوره شوې

د کندهار ځايي چارواکو نن (دوشنبې د لیندۍ په ۱۹مه) وویل چې په دغه ولایت کې د هوايي ځواکونو یوه چورلکه غورځېدلې ده.

کندهار کې چارواکي وايي چې دغه ۷۷۲ ډوله چورلکه تېره شپه د تعلیمي الوتنو په لړ کې د کندهار هوايي ډګر ته نږدې نسکوره شوه.

په همدې حال کې د ۲۰۵ اتل قول اردو څارواکي وايي چې دغه چورلکه د فني ستونزو له امله لوېدلې ده چې پایله کې یې د ملي پوځ پنځه تنه سرتېري ټپيان شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د همدغې میاشتې په پیل کې د یوې چورلکې د بیړنۍ ناستې په لړ کې دوه تنه ووژل شول او دوه تنه نور ټپيان شول.

کندهار کې پوځي چورلکه نسکوره شوې

د ۲۰۵ اتل قول اردو څارواکي وايي چې دغه چورلکه د فني ستونزو له امله لوېدلې ده چې پایله کې یې د ملي پوځ پنځه تنه سرتېري ټپيان شوي دي.

شریک یي کړئ