Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کندهار کې څلور ځانمرګي بریدونه؛ د وژل شویو شمېر ۱۱تنو ته ورسېد

په کندهار ولایت کې په څلورو ځانمرګو بریدونو کې چې په هغه کې له څلورو زغروال هاموې موټرو څخه کار اخیستل شوی وو، په دغه ولایت کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون ۸ تنه کارکوونکي وژلي دي.

د کندهار امنیه قومندان تادین خان وايي چې دا بریدونه نن سهار وختي دوه بجې (یکشنبې د چنګاښ په ۹مه) د دغه ولایت په معروف ولسوالۍ کې شوي دي.

د کندهار امنیه قومندان زیاتوي چې په دغو بریدونو کې پوځيانو او ولسي وګړو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده خو هغه د مرګ ژوبلې په اړه کره مالومات نه ورکوي.

خو کندهار کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د سیمه‎ییز دفتر رییس وايي چې په دغې پېښه کې د دغه کمېسیون اته تنه وژل شوي دي. 

بلخوا د کندهار د امنیه قومندان ویاند وايي چې په د دغې پېښې د وژل شویو شمېر ۱۱ او ټپيان شمېر ۲۷ تنو ته رسېدلی دی.
د هغه په وینا، په دغې پېښه کې ۱۷ طالبان هم وژل شوي دي.

کندهار کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د سیمه‎ییز دفتر رییس وايي چې په دغې پېښه کې د دغه کمېسیون اته تنه وژل شوي دي. 

شریک یي کړئ