Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کندهار کې ډېر شمېر رسنیو خپل فعالیت درولی

کندهار ولایت کې د یو شمېر رسنیو مسوؤلین وايي چې ډېر شمېر چاپي او ږغیزي رسنۍ د اقتصادي ستونزو له امله تړل شوې دي.

دوی همداراز زیاتوي چې د یو شمېر سیمه‎ییزو رسنیو کار کوونکي د کم معاش له امله په رسنیو کي د کار کولو سره مخه ښه کوي او دمګړي په دغه ولایت کي په رسنیو د ګتو په شمېر ښځې کار کوي.

کندهار کې د یوې سیمه‎ييزې راډیو مسوؤل، صدیق الله افغان څرګندوي:«که څه هم ډیرو ږغیزو او چاپي رسنیو دلته فعالیت بند کړ، او موږ که څه هم فعالیت کوو، خو بیا هم د ستونزو سره لاس او ګریوان یوو.»

همداراز تاج محمد ساحل هم د یوي راډیو مسوؤل دی:«زموږ عاید په دومره کچه نه دي چي موږ دي خپل کار کوونکو ته لوړ معاشونه ورکړو نو طبعا هغوی کار کولو ته زړه نه ښه کوي بلاخره ورو ورو رسنۍ مسوؤل هم اړ کیږي چي فعالیت بند کړي.»

د راډیو کارکوونکی، وارث عمران وايي:«ډیری کسان چي رسنۍ فعاله کوي د هغې مصارفو ته حساب نه کوي بیا نو ورو ورو د مالي ستونزو سره مخ کیږي او بلاخره چي رسنی په ټپه تړل کیږي.»

بل خوا دلته په رسنیو کي د ښځینه وو فعالیت خورا ډېر کم دی او د ګوتو په شمېر ښځې په رسنیو کي کار کوي.

مروه حلال د تېرو پنځه کلنو راپه دیخوا په رسنیو کي د خبریالې په توګه کار کوي، نوموړې وايي چې اوس اړه  ده چې په رسنیو کې د کار کولو سره مخه ښه وکړي، ځکه هغه امتیاز چې د کار په بدل کي ورکول کیږي ډېر کم دی او نشي کولی چې د خپلې کورنۍ اړتیا‎وې پوره کړي.

مروه حلال زیاتوي:«ستونزي خورا ډيرې دي لومړۍ موږ امنیتي ستونزې لرو، د دې تر څنګ موږ کلتوري ستونزې لرو او آن د خپلې کورنۍ سره موږ په ستونزه کې یوو چې په رسنیو کې د کار کولو اجازه نه راکوي او لویه ستونزه داده چې ډیرې ښځې د لته کوم معاش اخلي هغه ورته بسنه نه کوي نو دا زموږ لویې ستونزي دي.»

سوله سعادت هم وايي:«موږ چې د کورنۍ خبرې د ټولنې خبرې او ستونزې پر ځان باندې منلي دي او راځو دلته کار د یو امتیاز په بدل کې، خو موږ ته چي دا امتیاز راکوي دا آن زموږ د مبایل د مصارفو لا نه کیږي. نو ډیرې ښځې ورځ تر بلي دلته کار پریږدي.»

د کندهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسولین وايي مګړۍ په کندهار ولایت کې ۳۷ تصویري، ږغیږي او چاپي رسنی فعالیت کوي چې تر ډېره بریده يي د دغه ولایت اوسیدونکي هم له خپرونو څخه خوښ دي.

د کندهار ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس، فضل الباري بریالی په دې اړه وايي:«دغه رسنۍ چې اوس فعاله دي ښه دي خپل ستونزې که په مالي برخه کې حلولای يې شي او ښه خبره داده چې د دوی لپاره مالیه هم یا وبخښل شوه او یا هم کمه شوه او د دغه فعاله رسنیو څخه خلک هم تر ډېره خوښ دي.»

په کندهار ولایت کې د رسنیو د فعالیت او ستونزو  په اړه د فوکس په نوم د یوې شبکې له لوري څېړنه شوې ده او دا څېړنه ښیې چې په دغه ولایت کې د رسنیو او کار کوونکو اقتصادي وضیعت د اندیښنې وړ دی.
 
په تېرو ۱۵ کلنو کې په کندهار ولایت کي ۸۷ ږغیزو او چاپي رسنیو په کار پیل کړی وه چې اوس مهال تر کابو نیمايي یې خپل کار درولی دی

شریک یي کړئ