یوه امنیتي سرچېنه وايي چې تېره شپه دوشنبې( د غبرګولي لومړۍ) د کندهار شاهولي کوټ ولسوالۍ کې وسلهوالو د افغان ځواکونو پراډې برید کړی.
یاده سرچینه زیاتوي چې په دې برید کې ۱۱ افغان پوځيانو ژوند له لاسه ورکړی او۹ نور ټپیان دي.
خو د پېښې په اړه یې جزئيات نه دي ورکړي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې پر افغان ځواکونو د طالب وسلهوالو بریدونه زیات شوي دي.
د زابل ولایت سیمهييز چارواکي(یکشنبې د غويي۳۱) وویل چې د زابل ولایت په شاهجوی ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او طالب وسلهوالو ترمنځ نښته کې ۲۰ تنو افغان پولیسو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
همداراز د هلمند ولایت سیمهييز چارواکي (نن سېشنبې د غبرګولي۲مه) تائيدوي چې ۶ افغان ځواکونو خپل ژوند له لاسه ورکړی او درې نور ټپیان دي.
د هلمند ولایت د پولیسو قومندان جنرال آقانور کینتوز وایي، یاد شمېر افغان پوځیانو ته د دې ولایت په سنګین ولسوالۍ کې مرګژوبله اوښتې ده.