Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کندهار کې ۱۶طالب وسله‎وال وژل شوي

د کندهار امنیه قومندان، جنرال عبدالرازق ادعا کوي چې له افغان ځواکونو سره په نښتو کې ۱۶ طالب وسله‎وال وژل شوي دي.

دی زیاتوي یاد شمېر طالبان د کندهار ولایت شورابک ولسوالۍ کې تېره شپه(سې‎شنبې د وږي۲۷مه) وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان دي.

د ښاغلي رازق په وینا، طالبانو تېره شپه د سرحدي ځواکونو پر پنځم کنډک برید کړی وو او تر سهاره له افغان ځواکونو سره په نښته بوخت وو.

د کندهار امنیه قومندان وړاندې وايي په نښته کې دوه سرحدي سرتېري ټپیان دي.

خو یوې امنیتي سرچینې  ویلي دي چې په دغه  نښته کې څلورو سرتېرو ژوند له لاسه ورکړی او پنځه نور ټپیان شوي دي

طالبانو د نښتو په اړه څه نه دي ویلي.

کندهار کې ۱۶طالب وسله‎وال وژل شوي

یوه امنیتي سرچینه وایي له طالبانو سره په نښته کې څلورو سرتېرو هم ژوند له لاسه ورکړی او پنځه نور ټپیان شوي دي

شریک یي کړئ