Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کندوز کې د طالبانو له بنده ۱۰ ولسي وګړي ازاد کړل شوي

نن شنبې (د غوايي په ۲۱مه) د پامیر ۲۰ فرقه په یوې خبرپاڼه کې کندوز ولایت کې د طالبانو له بنده د ۱۰ ولسي وګړو د خلاصون خبر ورکړ.

په دغې خبرپاڼه کې راغلي دي چې دغه ولسي وګړي د کندوز ولایت په چهار درې ولسوالۍ کې د طالبانو په یوه زندان کې بندیان وو، چې د امنیتي ځواکونو د پوځي عملیاتو په لړ کې ازاد کړل شول.

خبرپاڼه همدارنګه زیاتوي چې په دغو عملیاتو کې ۱۰ طالب جنګیالي هم وژل شوي او ۱۵ تنه نور یې ټپیان دي.

خبرپاڼې د عملیاتو د څرنګوالي او د پوځيان د مرګ ژوبلې په دې اړه څه نه دي ویلي.

بلخوا طالبانو هم تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د پامیر ۲۰ فرقې په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې پوځي عملیاتو په لړ کې ۱۰ طالب جنګیالي وژل شوي او ۱۵ تنه نور یې ټپیان دي.

شریک یي کړئ