Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کندوز کې هوايي برید د یوې کورنۍ ۱۳ تنه غړي وژلي

د کندوز ځینې اوسېدونکي ادعا کوي چې په دغه ولایت کې د هوايي برید له امله د یوې کورنۍ ۱۳ تنه غړي وژل شوي دي.

د هغوی په وینا، دغه هوايي برید د افغان او بهرنیو ګډو ځواکونو له لوري د پجشنبې په شپه د کندوز ښار په «تلوکه» سیمه کې ترسره شوی دی.

د سیمې اوسېدونکو نن شنبې (د وري په درېمه نېټه) غوښتل چې د دغه برید په اعتراض کې د وژل شویو ولسي وګړو مړي د کندوز ولایت ودانۍ ته ولېږدوي، خو هغوی وايي چې امنیتي ځواکونه د هغوی د دغه کار مخه ونیوله.

یو تن معترض وايي:«یوازې ولسي وګړي یې په نښه کړل. له خپل حکومته پوښتنه کوو چې ولې خپل ملت په نښه کوئ. طالبه! ایا تاسې سوله پېژنئ؟»

بل اعتراض کوونکی هم زیاتوي:«په دې منځ کې خور مې هم ده. خوریی مې هم دی، ورېرونه مې هم دي چې د دشت ارچې له ولسوالۍ دلته راغلي وو؛ ټول ملکي کسان وو.»

د کندوز اوسېدونکي له حکومته غواړي چې دغې موضوع ته په جدیت رسېدنه وکړي او د هغه عاملانو ته سزا ورکړي.

د کندوز د ولایتي شورا غړی مولوي خوش محمد څرګندوي:«ځينې خلک له دشت ارچي ولسوالۍ څخه کډوال وو، د دوه کورنیو کابو ۱۳ غړي تراوسه شهیدان لرو.»

له دې ټولو سره، د کندوز ځايي چارواکي نه غواړي چې په دې اړه څه ووايي. له دې مخکې، ملي دفاع وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې په دغه برید کې طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دغه وزارت همدارنګه ویلي چې په دغه پېښه کې د ملي پوځ ۴ ځانګړي ځواکونه هم وژل شوي او پنځه تنه نور یې ټپيان دي.

په ورته وخت کې، طالبانو د دغو عملیاتو پخلی کړی او وايي چې په دغه پېښه کې بهرنیو او کورنیو ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده او همدارنګه په هوايي بریدونو کې ولسي وګړو ته زیان رسېدلی دی.

د کندوز د اوسېدونکو په وینا، دغه هوايي برید د افغان او بهرنیو ګډو ځواکونو له لوري د پجشنبې په شپه د کندوز ښار په «تلوکه» سیمه کې ترسره شوی دی.

شریک یي کړئ