د کورینو چارو وزارت، کابل ښار کې د پولیسو د تلاشۍ پوستو د کموالي په خاطر ځینې پروګرامونه پیل کړي دي.
دا پروګرام د کابل ښار له یولسمې حوزې پيل شوې او په بدل کې یې پولیسو د ښار په دغې برخه کې سیارې ګزمې پیل کړي دي.
د پولیسو د زیانمنېدو مخنیوی، د ترهګرو او مجرمانو غافلول، د کورنیو چارو وزارت د دغه پروګرام له بنسټیزو موخو څخه دي.
د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمي په دې اړه وویل:«د کابل ښار د امنیت د لا تامین لپاره، د کورنیو چارو وزیر اړوندو برخو په ځانګړې توګه د کابل امنیه قومندانۍ ته اړینه لارښوونه کړې.»
کابل ښاریان ټینګار کوي له دې وروسته باید د پولیسو د تلاشۍ پوستې په هغو سیمو کې جوړې شي چې له ترهګرۍ سره په مبارزه کې د دغو ځواکونو د بریاوو په زیاتوالي کې اغېزمن وي.
د کابل اوسېدونکی غلام علي وايي:«چک پاینټونه د لارې د بندون لامل کېږي، ګڼه ګوڼه کېږي یعنې په ساعتونو کې نه خلاصېږي.»
د پلازمېنې بل اوسېدونکی صلاح الدین څرګنده کړه؛« دولت د دې پرځای چې چک پاینټونه لیرې کړي د خلکو امنیت ته دې پاملرنه ولري، داسې نه وي چې ناامنۍ له دې ډېرې شي.»
له بلخوا د کورنیو چارو وزارت وايي د کابل په ځینو برخو کې د پولیسو ګزمې به د تلاشۍ د پوستو پرځای فعالیت وکړي، چې دا وزارت یې د پلازمېني لپاره د لوی امنیتي پروګرام یوه برخه ګڼي.
د کابل امنیت ته پاملرنه او د پولیسو په وړاندې ننګونو لیرې کول، د کورنیو چارو وزارت د تېرو څو ورځو له پروګرامونو څخه دي.
له دې مخکې د کورنیو وزارت د پولیسو منسووبین له ځینو کارونو له هغې جملې په سیاسي مراسمو او یا د سفارتونو په مېلمستیاوو کې له ګډون او همداراز بهرنیو دیپلوماتیکو ادارو ته له خبرولو پرته تلو منعه کړي دي.
د کورنیو چارو وزارت وايي دا پروګرامونه یې د پولیسو د عزت او برم د لوړولو لپاره پیل کړي دي.