Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کورنیو چارو وزارت: د فراه په جګړه کې ۸۵ طالب اورپکي وژل شوي

په فراه ولایت کې ځايي چارواکي وايي چې د تېرې شپې له ناوخته (پنجشنبې د وږي په ۱۴مه) راهیسې  تراوسه د دغه ولایت د ښار په اړوندو سیمو کې د افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتې روانې دي.

د دغو چارواکو په وینا، شپې مهال په لسګونو طالب جنګیالیو له څو لورو د فراه ښار په ځینو برخو بریدونه وکړل.

د فراه د ولایتي شورا ځینې غړي وايي چې تراوسه د ښار په شاوخوا کې ځينو ځایونه د طالبانو له خوا نیول شوي دي.

هغوی ګواښ کوي که‎چېرې دغه ولایت ته مرستندویه ځواکونه ونه‎رسېږي، د فراه ښار اوسېدونکي به د طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ د سختې نښتې شاهدان وي.

په ورته وخت کې د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي نن له غرمې وروسته (جمعه د وږي په ۱۵مه) په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې فراه کې د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې، ۸۵ طالب اورپکي وژل شوي او پر فراه د طالبانو بریدونه په شاتمبول شوي دي.

خو هغه د مُلکیانو او امنیتي ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې هغه انځورونه چې د طالبانو لخوا د فراه له جګړې خپاره شوي لیدل کېږي چې طالبانو څو دولتي بنسټونه ولکه کړې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه