Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کورنیو چارو وزارت کې د فساد د زیانونو په هکله ګواښ

له اداري فساد سره د مبارزې د څارنې او ارزونې ګډه کمېټه کورنیو چارو وزارت کې د زیانونو او ستونزو په اړه ګواښ کوي چي په دغه وزارت کې اداري فساد رامنځته کوي.

یادې کمېټي په یو رپوټ کې د کورنیو چارو وزارت د تدارکاتو، لوژستیک او بشري منابعو برخې څارلې دي او په دغو برخو کې یې د اداري فساد بېلګې په ګوته کړې دي. 

دا برخې چې له اداري فساد سره د مبارزې د څارنې او ارزونې د ګډې خپلواکې کمېټې په باور تر ډېره د فساد له خطر سره مخامخ دي.

له اداري فساد سره د مبارې د څارنې او ارزونې ګډې خپلواکې کمېټې رییس باري سلام په دې اړه وویل:«زموږ د موندنو ټولګه ۷۵ موردونه دي، چې ۲۸ موندنې د تدارکاتو په برخه کې دي، ۱۲ یې د لوجیستیک او ۳۵ موردونه هم د پېژندتون (بشري منابعو) په برخه کې دي او زموږ سپارښتنې هم ۷۴ سپارښتنې دي.»

له بلخوا د کورنیو چارو وزارت له فساد سره د مبارزې او په دې برخه کې د دغه وزارت د زیانونو د مالومولو لپاره پر خپلو هڅو ټینګار کوي.

د کورینو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي په دې اړه وايي:«د کورنیو چارو وزارت مشرتابه، د دغه وزارت زیانمنې برخې په ګوته کړې دي او جدي ژمنه موجوده ده څو په دغو برخو کې، د روڼتیا او غوره خدماتو وړاندې کولو لپاره پروګرامونه عملي کړي.»

له اداري فساد سره د مبارزې د څارنې او ارزونې ګډه خپلواکه کمېټه وايي د دغه رپوټ د برابرولو پرمهال دې پایلې ته رسېدلې چې د کورنیو چارو  وزارت کې له فساد سره د مبارزې لپاره یو لړ کارونه شوي دي، خو دا کمېټه ټینګار کوي په دې وزارت کې د فساد د له منځه وړلو لپاره لازیاتو هڅو ته اړتیا ده.

له اداري فساد سره د مبارزې د څارنې او ارزونې ګډې کمېټي په یو رپوټ کې د کورنیو چارو وزارت د تدارکاتو، لوژستیک او بشري منابعو برخې څارلې دي او په دغو برخو کې یې د اداري فساد بېلګې په ګوته کړې دي. 

شریک یي کړئ