Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کوم عوامل د فراه ښار د ځينو برخو د پرځېدو لامل شوي وو؟

شپږ اوونۍ مخکې، طالب جنګیالیو د شپې پر مهال ځانونه د فراه ښار ځينو برخو ته ورسول او د دولتي ځواکونو پر پوستو یې بریدونه وکړل.

له امنیتي ځواکونو سره له ساعتونو جګړې وروسته، هغوی بریالي شول د ښار ځینې برخې د څو ساعتونو لپاره ولکه کړي.

عبدالوهاب چې د پولیسو یو له سرتېرو څخه دی او د فراه ښار په یوې دروازه کې دنده لري. هغه وايي چې د طالبانو د برید پر مهال، د دغې ډلې جنګیالیو د هغوی د پوستو په لور راغلل او وروسته هغوی پوه شول چې طالبان له نورو لارو ښار ته ننوتلي وو.

د پولیسو دا سرتېری چې څو میاشتې یې معاش نه دی اخیستی د فراه ښار د ځينو برخو په پرځېدو کې بېلابېل عوامل په ګوته کوي.

هغه زیاته کړه:«ځينې دي چې پنځه میاشتې، ځينې دي شپږ میاشتې، ځينې دي چې درې او دوه میاشتې یې دلته دنده ترسره کوي او تراوسه یې معاشونه نه دي اخیستي او یوازې موږ لپاره غوړې ژمنې راکول کېږي بس.»

د فراه ښار په بلې دروازه کې د پولیسو سرتېری وحیدالله پیکان هم وايي:«که‎چېرې د معاش او امتیاز په خاطر څلور او یا هم پنځه سرتېري نه وي، خپله دنده پرېږدي د دولت لپاره به څومره ستونزمنه وي.»

خو د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش په دې اړه څرګندوي:« په ځينو سیمو کې زموږ د سرتېرو کابو د درې میاشتو معاشونه پاتې وو چې دلیل یې د کورنیو چارو وزارت یا د بایومټریک په سیستم کې نه ثبتېدل وو.»

په فرا ولایت کې د طلوع نیوز موندنې ښيي چې د امنیتي ځواکونو ترمنځ نه همغږي او همدارنګه د ځواک او تجهیزاتو کموالی، د طالبانو لاس ته د فراه ښار د ځينو برخو د لوېدو لامل شو.

د دغو موندنو پر بنسټ، په دغه ولایت کې د دولت د بېلابېل وسله‎والو ډلو له پراخ حضور سره هڅه کوي د هېواد څو برخو ته لاره پیدا کړي.

هغه سندونه چې طلوع نیوز ته رسېدلي ښيي چې پر فراه ښار د طالبانو له برید اوونۍ مخکې په دغه ولایت کې دولتي ځواکونه، امنیتي ځواکونه د فراه د امنیتي زیانمنۍ د په ګوته کولو لپاره لاس په کار شوي وو.

د ملي دفاع وزارت د وایند مرستیال محمد رادمنش په دې اړه وویل:«د فراه په جګړه کې، ځکه چې جګړه په خپله د نه همغږۍ د رامنځته کېدو لپاره یوه وسیله ده، په فراه ښار کې تحمیل شو؛ خو وروسته زموږ قطعاتو له همغږۍ سره وکړای شول دښمن له فراه ولایت څخه بهیر کړي.»

په داسې اوضاع کې د فراه سیمه‎ييز چارواکي مني چې طالبان له میاشتو مخکې په فراه کې د خپل د حضور د زیاتوالي په لټه کې وو او دا ولایت په افغانستان کې د ځان لپاره پر یوه ستر جنګي مرکز بدل وه.

د فراه والي عبدالبصیر سالنګي په دې اړه وویل:«په پشت رود ولسوالۍ کې، که‎چېرې په یوې برخه کې موږ یوو د ولسوالۍ په لور او د ښار او بازرا په یوې برخه کې که موږ یوو، په شاوخوا کې یې هغوی دي. که‎چېرې موږ په بالابلوک ولسوالۍ د فراه رود په لویې لارې او په ولسوالۍ کې چې مخکې د فراه رود په لویه لار کې وو او اوس د بالابلوک یوې برخې ته تللي، که موږ په دوه درې ځایونو کې یوو، بیا په کلیو او بانډو کې دښمن دی. که موږ د ګلستان ولسوالۍ په یوې برخه کې یوو، بیا په ډېره برخه کې یې هغوی دي. که‎چېرې موږ د خاک سفید په یوې برخه کې یوو، بیا هغوی په نورو برخو کې دي. یعنې دښمن په بالابلوک او ګلستان کې ډېر دي او ډېری بریدونه هم له دغو ولسوالیو کوي.»

دننه په فراه ښار کې له جګړې د ۶ اونیو له تېرېدو سره، امنیتي ځواکونه په هغو برخو کې چې د دغې جګړې شاهدې وې، ډېر شوي او بشپړ ارامښت ته د دغه ښار بېرته راستنېدو لپاره هڅې کوي.

دمګړۍ د فراه په پنځو ولسوالیو کې د ګواښونو کچه، څه باندې ۸۰ سلنې ته رسې.ي او د دغه ولایت نورې برخې هم تل د چادنو او یا هم نښتو شاهدې وي.

شریک یي کړئ