Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کونړ کې د پاکستاني طالبانو تحریک د مشر احتمالي وژل کېدل

سرچینې طلوع نیوز ته وايي چې ملا فضل الله د پاکستاني طالبانو د تحریک مشر د چهارشنبې په ورځ د بې‎پیلوټه الوتکې د برید په ترڅ کې وژل شوی دی.

دغه برید د کونړ ولایت په مرورې ولسوالۍ کې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې ترسره شوی دی.

داسې رپوټونه شته چې د پاکستاني طالبانو د تحریک څلور قومندانان هم په دغه برید کې وژل شوي دي.

دا لومړی ځل نه دی چې د ملا فضل الله د وژل کېدو په اړه رپوټونه خپرېږي.

ملافضل الله په ۲۰۱۳ زیږدیز کال کې د حکیم الله محسود پر ځای د دغې ډلې مشر وګمارل شو.

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ویاند ډګرمن مارټین اوډونیل د دې پخلی وکړ چې امریکايي ځواکونو د چهارشنبې په ورځ په کونړ کې د ترهګرۍ پر ضد یو برید ترسره کړ چې په هغه کې د ترهګرې ډلې مشر په نښه شوی دی. خو هغه د دغه کس د پېژاند په اړه څه نه دي ویلي.

هغه همدارنګه وویل چې امریکا يي ځواکونه د حکومت او طالبانو ترمنځ اوربند ته ژمن دي. خو په دې اوربند کې داعش، القاعده او نورې وسله‎والې ډلې شاملې نه دي.

هغه طلوع نیوز ته وویل:«امریکايي ځواکونو د جون په دیارلسم په کونړ ولایت کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ پولې ته نېږدې د ترهګرو پر ضد یو برید ترسره کړ چې د ترهګرۍ ډلې یو مشر یې په نښه کړ.»

بخلوا طلوع نیوز ته یوه سرچینه وايي، چې ابوبکر، سجاد، عمران او مولوي عمر د پاکستاني طالبانو د تحریک هغه نور غړي دي چې له ملافضل الله سره په دغه برید کې وژل شوي دي.

د تېر لمریز کال په کب میاشت کې امریکا د ملا فضل الله پر سر د ۵ ېلیونه ډالرو جایزه اعلان کړه.

ملا فضل الله په تېرو کلونو کې د امریکايي او پاکستاني ځواکونو پرضد ډېری بریدونه ترسره کړي دي. خو د دولت ویاندویان په دې تړاو څه نه وايي.

ملافضل الله په ۲۰۱۳ زیږدیز کال کې د حکیم الله محسود پر ځای د پاکستاني طالبانو د تحریک مشر وګمارل شو.

شریک یي کړئ