ملي دفاع وزارت د خبرپاڼې په خپرولو سره ادعا کوي چې د افغان ځواکونو پوځي عملیاتو کې چې په کنړ ولایت کې ترسره شوي دي د طالبانو لوړپوړو غړو په ګډون یو شمېر د دې ډلې غړي وژل شوي دي.
خبرپاڼه چې نن(یکشنبې د زمري۱۴مه) رسنیو ته استول شوې ده، زیاته کړې یې ده چې دې عملیاتو کې ۵۱ طالب وسلهوال وژل شوي دي.
افغان ځواکونو پوځې عملیات د کنړ ولایت په اسمارو او غازي آباد ولسوالیو کې ترسه کړي دي.
د ملي دفاع وزارت په خبره چې په اسمارو ولسوالۍ کې د طالبانو پوځې مسوؤل، سلطان محمد او دې ولسوالۍ ته د طالبانو نومول شوی ولسوال، مولوي حضرت علي هم وژل شوي دي.
همداراز د غازي آباد ولسوالۍ ته هم د طالبانو نومول شوی ولسوال، مولوي عمران په وژل شویو کې شامل دی.
خبرپاڼې افغان ځواکونو ته د احتمالي اوښتې مرګ ژوبلې په اړه هم څه نه دي ویل شوي.
طالبانو یوازې د خپلو دوو غړو وژل کېدل تائید کړي او د خپلو لوړپوړو چارواکو وژل یې رد کړي دي.