Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کړکېچ ډلې تازه رپوټ: هېوادوال او طالب جنګیالي له جګړې ستومانه شوي

د کړکېچ نړیواله ډلې په تازه رپوټ کې چې د پنجشنبې په ورځ (د چنګاښ په ۲۸ مه) خپور شوی وايي د اوس دې وخت رارسېدلی چې د افغانستان په شخړه کې ټولې ښکېلې خواوی د جګړې د دوام پر ځای د روان کړکېچ پر سوله یز حل سلا شي.

په دغه رپوټ کې راغلي دي چې د کوچني اختر د ورځو لنډ مهاله اوربند وښوده چې د افغانستان خلک له جګړې ستومانه دي او نېږدې په یوه اتفاق سره سوله غواړي.

 د کړکېچ د نړیوالې دلې په دغه تازه رپوټ کې پر عام ولس سربېره سولې ته د افغان امنیتي ځواکونو او طالب جنګیالیو د قوماندانانو د لېوالتیا یادونه هم شوې ده.

 دغه ډله د ولسمشر غني له لورې له طالبانو سره د خبرو لپاره له قید او شرط پرته چمتوالی او د امریکا له لورې له طالبانو سره د مخامخ خبرو په اړه وروستي رپوتونه ، د افغانستان د روان کړکېچ د سوله‎يیز حل په لاره کې ګټور پرمختګ بولي.

په دغه وړاندیز کې پر امریکا غږ شوی چې د دغه اوږده کړکېچ د حل لپاره دې له طالبانو، افغان حکومت او نورو سیمه‎يیزو لوبغاړو سره د خبرو لپاره معتبر استازی وټاکي او د دې تر څنګ دې د یوې معتبره احتمالي هوکړې په چوکاټ کې له افغانستان نه د بهرنیو ځواکونو د وتو مهال وېش هم اعلان کړي. 

د ولسي جرګې غړی سید علي کاظمي په دې اړه وايي:«بهرنیان په ځانګړې توګه امریکا باید له دغه بهیر سره مرسته وکړي او هغه چټک کړي، بالاخره سوله په افغانستان کې ټینګېږي.»

د کړکېچ نړیواله ډله وایي اوربند وښودله چې د دواړو لوریو مشران پر خپلو ځواکونو د پام وړ واک لري.

د کړکېچ نړیواله ډله طالبانو ته هم وړاندیز کوي له افغان حکومت سره دې خبرو ته کښېني.

په دغه وړاندیز کې د سولې یوې هراړخیزې هوکړې ته تر رسېدو وړاندې،  د باور جوړونې لپاره د بندیانو د تبادلې، اوربند او د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو ته د اساسي خدمتونو غزول هم مهم بلل شوي دي.

د سولې د عالي شورا ویاند سید احسان طاهري وویل:«هر بنسټ او هېواد چې د افغانستان د سولې په بهیر کې د افغانانو په مالکیت او د سولې د مذاکرې له پیل سره همکاري کوي موږ ترې هرکلی کوو او ستایوو یې.»

د کړکېچ نړیواله ډله وايي دا رپوټ یې د اوربند پرمهال درېیو لویدیځو او سوېلو ولایتونو او پلازمېني ته په سفر سره له افغان چارواکو، عادي وګړو او طالبانو سره د خبرو پربنسټ برابر کړی دی.

د کړکېچ نړیواله ډله وايي د ځینو رپوټونو له مخې پاکستان منلې وه چې د امریکا لخوا د ملافضل الله د وژلو په بدل کې پر طالبانو فشار راوړي خو افغان حکومت وايي د طالبانو لخوا اوربند په خپله د نوموړې ډلې پرېکړه وه.

له دې سره سره د کړکېچ نړیواله ډله دا هم وایی چې په افغانستان کې د سولې یوې هر اړخیزي هوکړې ته رسېدل اسانه کار نه او ښایی زیاتو هڅو او وخت ته اړتیا ولري.

شریک یي کړئ