Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ګراهام:د امریکې له وتلو سره باید د سپټمبر پېښې تکرار ته په تمه وو

نامتو او مشهور امریکايي سناټور لېنډسي ګراهام یو ځل بیا له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه ګواښ وکړ.

دا جمهوري غوښتونکي سناټور ویلي چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو سره، باید د سپټنمر ۱۱ پېښې تکرار ته په تمه واوسو.

د ۲۰۰۱ زیږدیز کال  د سپټمبر په ۱۱مه، کله چې طالبان پر افغانستان واکمن وو، القاعده ډلې دوه الوتکې د نیویارک په سوداګریزو برجونو ووهلې او همدارنګه د امریکا دفاع وزارت (پنټاګون) یې په نښه کړ چې په هغه کې ۲۹۹۳ تنه ووژل شول.

لنېډسي ګراهام له فاکس خبري اژانس سره په مرکه کې د دغې پېښې د تګرار په اړه ګواښ وکړ:«په افغانستان کې د القاعده او داعش په څېر ډلو سره د مبارزې لپاره پر طالبانو اعتماد نه شو کولای.» 

ګراهام د دې په ویلو سره چې طالبان نه شي‎ کولای په افغانستان کې له ترهګرۍ سره مبارزه وکړي.

هغه زیاته کړه:«کله چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو او د دغې پرېکړې د پایلو په اړه له کارپوهانو پوښتنه کېږي، هغوی ځواب ورکوي چې باید د سپټمبر د ۱۱ د تکرار په تمه واوسو.»

دغه امریکايي سناټور، له دې مخکې هم په ځلونو د امریکا له وتلو او له طالبانو سره د هوکړې په اړه ګواښ کړی و. هغه تېره اوونۍ، له طالبانو سره هوکړه، له ایران سره د اټومي هوکړه‎لیک له لاسلیک ستره تېروتنه وبلله.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکې او طالب استازو ترمنځ د سولې خبرو نهم پړاو څخه خبرې سرچینې وايي چې دواړو لورو له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو په بشپړ وتلو او همدارنګه له ترهګرو ډلو سره د طالبانو د اړیکو پر پرېکون هوکړه شوې ده. 

د دغو سرچینو پر وینا، طالبانو او امریکې هوکړه کړې چې ټول بهرني ځواکونه به د ۱۵تر ۲۰ میاشتو په لړ کې له افغانستانه بهر کېږي.

د امریکې او طالب استازو ترمنځ د سولې خبرو نهم پړاو، د پنجشنبې په ورځ (د زمري په ۳۱مه) دوحه کې پیل شو.

د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند په دې اړه وویل:«ټاکل شوې ده چې تر راتلوونکو درې ورځو د سولې هوکړه رامنځته شي او د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه دواړه لوري سره هوکړې ته رسېدلي.»

دا په داسې حال کې ده چې الجزیرې شبکې په یوه رپوټ کې ویلي چې طالب او امریکايي استازو د څوارلس میاشتني انتقالي دورې په اړه سره هوکړې ته رسېدلي خو د طالبانو ویاند سهیل شاهین دا څرګندونې رد کړې.

ټاکل شوې ده چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې له لاسلیک وروسته په اسلو کې د افغانانو ترمنځ خبرې هم پیل شي. افغان حکومت کابو یوه میاشت مخکې د اسلو خبرو لپاره یو پنځلس کسیز پلاوی مشخص کړ.

له بلخوا د سولې په چارو کې د دولت وزارت وايي د هغو موضوع‎ګانو په اړه سلامشورې روانې دي چې د حکومت مرکچي پلاوی یې باید د افغانانو ترمنځ خبرو کې په اړه بحث وکړي. 

جمهوري غوښتونکي سناټور لېنډسي ګراهام ویلي چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو سره، باید د سپټنمر ۱۱ پېښې تکرار ته په تمه واوسو.

شریک یي کړئ