Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

'ټرمپ دې له افغانستانه د وتلو لپاره د طالبانو غوښتنې ونه مني'

د امریکا مشهوره سناټور لېنزي ګراهام وايي هیله ده چې ډونلډ ټرمپ د اتلسو میاشتو په لړ کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه د طالبانو غوښتنه ونه مني.

ښاغلی ګراهام، زیاتوي چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل باید په دغه هېواد کې د وضعیت پر بنسټ وي.

دغه امریکايي جمهوري غوښتونکی سناټور، هغې مقالې ته په نغوتې چې شپږ میاشتې مخکې د اتلسو میاشتو په لړ کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه لیکل شوې، وايي په دې اړه له طالبانو سره د امریکا له احتمالي هوکړې سره مخالف دی.

هغه همدارنګه له طالبانو سره د امریکا د سولې هوکړې په اړه ویلي چې امریکا یوې ښې هوکړې ته اړتیا لري نه یوې جعلي هوکړې ته.

بل خوا د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد چې په واشنګټن کې دی ویلي چې د سولې خبرو د نوي پړاو لپاره چمتووالی نیسي او هیله ده چې په دغه پړاو کې ښې لاسته راوړنې ولري.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو له منځه سرچینې وايي شونې ده چې د سولې خبرو اترو اووم پړاو د جولای میاشتې په ۲۴مه نېټه په دوحه کې بېرته له سره پيل شي او له هغې دوه ورځې وروسته دواړه لوري د سولې یوې هوکړې ته ورسېږي.

په ورته وخت کې د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش وايي تر هغې چې طالبان اوربند اعلان نه کړي او له حکومت سره مخامخ خبرو ته حاضر نه شي د سولې هڅې به یوازې شعار وي.

لېنزي ګراهم همدارنګه له طالبانو سره د امریکا د سولې هوکړې په اړه ویلي چې امریکا یوې ښې هوکړې ته اړتیا لري نه یوې جعلي هوکړې ته.

شریک یي کړئ