Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ګلبدین حکمتیار د دوهم ځل لپاره پر رسنیو نیوکه وکړه

وروسته له شلو کلونو د حزب اسلامي مشر، ګلبدین حکمتیار رسنۍ لعینې او یو شمېر یې لعینې وبللې، ټینګار یې وکړ چې باید مخه یې ونیول شي.

په همدې حال کې د اصلاحاتو او فرهنګ وزارت د حکمتیار خبرو په غبرګون کې وايي چې د هېڅ ګوند او چارواکي کړنې د رسنۍ نشي محدودې کولی.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال، سیدفاضل سنچارکي څرګندوي:«هيڅ چارواکی، کوم بهیر او یا کوم ګوند نشي کولی د رسنیو فعالیت محدود کړي.»

د رسنیو ملاتړ بنسټونه د حکمتیار نظر تند او زوړ بولي او په دې باور دي چې دی پر ولسوالکۍ، رسنیو او بیان آزادیو باور نلري او پر رسنیو به فشار راوړي.

په داسې حال کې چې ګلبدین حکمتیار په لغمان ولایت کې د خپلې لومړۍ وینا پرمهال هم پر ر سنیو نیوکې کړې وې.

ګلبدین وویل:«زه پر ټولو خلک غږ کوم چې راځئ د دې شریرو رسنیو خوله بنده کړو، خلک د دې له شره خلاص کړو... دوی ډېرې فتنې رامنځته کړې دي. مخالفینو ته د جګړې انګېزه ورکوي... د قومونو ترمنځ یې اختلافات رامنځته کړي دي.»

د خبریالانو خوندیتوب کمېټې رئیس، نجیب شریفي وايي:«حکمتیار صاحب دوه ورځې نه کېږي چې افغانستان ته راغلی او مخامخ پر رسنیو برید کوي زما وړاندیز حکمتیار صاحب ته دا دی چې مخکې دې له رسنیو یوه مطالعه ولري.»

همدارازا د بیان آزادۍ سفیر، نادر نادري زیاتوي:«هر سیاسي ګوند باید موږ حساب ورکوونکی کړو هغه څه چې موږ په تېرو ۱۵ کلونو کې د وینو سره ترلاسه کړي دي هغه باید رعایت کړي.»

د خبریالانو ملاتړ بنسټ وايي سره له دې چې تېر کال کې یوازې ۱۳ خبریالان افغانستان کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی، حکومت باید چا ته اجازه ورنکړي تر څو پر رسنیو فشار راوړي.

په همدې حال کې د اصلاحاتو او فرهنګ وزارت د حکمتیار خبرو په غبرګون کې وايي چې د هېڅ ګوند او چارواکي کړنې د رسنۍ نشي محدودې کولی

شریک یي کړئ