په غزني ولایت کې د درېیو ورځو په دوام نن(یکشنبې د زمري ۲۱مه) لا هم د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتې روانې دي او د غزني د امنیه قومندانۍ ودانۍ د طالبانو لاسته لوېدلې ده.
ناتائید شوي راپورونو له مخې تر اوسه روغتون ته کابو سل مړي لیږدول شوي دي.
خو د هېواد لوی درستیز، شریف یفتلي وايي چې د غزني ښار مهمې برخې د دوی په لاس کې دي، خو طالبانو د خلکو په کورونو کې ځایونه نیولي دي.
د هېواد لوی درستیز، محمد شریف یفتلي نن(یک شنبې د زمري۲۱مه) کابل کې خبري ناسته کې خبرې کولې وویل:«د غزني ستراتیژیکې سیمې د دولتي ځواکونو په لاس کې دي؛ د ولایت مقام، محبس، امنیه قومندانۍ، د ملي اردو مرکزونه... طالبانو د خلکو په کورنو او دوکانونو کې ځای نیولی د ی.»
ښاغلی یفتلي وايي چې د افغان ځواکونو لومړيتوب له دې ښار څخه د طالبانو ویستل دي، خو دا کار د طالبان د خلکو په کورونو کې د طالبانو پټېدو ستونزمن کړی دی.
طالبانو د جمعې پر ورځ له څو لورو پر غزني ښار بریدونه و کړل چې لا هم دا نښتې روانې دي.
لوی درستیز وايي چې پر غزني برید کوونکي طالبانو په دله کې بهرنیان هم دي چې د پاکستان لخوا سمبال شوي دي.
طالبانو نن له غرمې مخکې د غزني ولایت دوهمې امنیتي حوزه کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون پر دفتر برید وکړ او هغه ته یې اورورته کړی. مخابراتي شبکې هم دې ښار کې کار نه کوي او د کابل ـ غزني لار هم د تګ راتګ لپاره تړل شوې ده.