منیرې یوسف زاده نن دوشنبې (د غوايي په ۳۰ مه) د ملي دفاع وزارت د تعلیماتو او پرسونل په چارو کې رسماً د مرستیالۍ دنده پیل کړه.
منیره یوسف زاده د ولسمشرۍ ماڼۍ د دفتر ريیس کارکوونکې، د والي مرستیاله او د سیمهییز ارګانونو ویانده پاتې شوې ده.
ملي دفاع وزارت د پرسونل او تعلیماتو په چارو کې مرستیاله منیره یوسفزاده وايي:«ژمنه یم چې خپل کاري پرواګرم د خپلو ټولو همکارانو د تجربو او تخصوص څخه په استفادې د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت موخو د ترلاسه کولو او د ترهګرو په وړاندې د هېواد د زړورو سرتېرو او د فساد په وړاندې د خپلو ګرانو خلکو له بریا په برخه کې به تطبق کړم.»
د ملي دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد هم څرګنده کړه:«هېڅکله نه غواړم چې پښتون وې، هزاره وې، تاجک وې، ازبک وئ، بیا تکراروم د یوه یتم لپاره یوه مهربانه مور، د یوه سرتېري لپاره خور او کورنیو چارو وزارت ته یو فعاله مرستیاله واوسې.»
کابل کې د امریکا د سفیر مرستیال وايي، باور لري چې ښځې د ټولنې لپاره پنځوس سلنه ستونزې نه دي، خو په ټولنه کې پنځوس سلنه ونډه لري.
دا امریکايي ډیپلوماټه له طالبانو سره د جګړې پر مهال له افغان ځواکونو د امریکايي عسکرو پر ملاتړ ټینګار کوي.
کابل کې د امریکا د سفیر مرستیال کرن دیکر زیاتوي:«افغان امنیتي ځواکونو او هوايي هغو ته غواړم ووایم چې امریکا اوږه پر اوږه له تاسو سره ولاړه ده. هغه ډول چې تاسې له طالبانو سره جګړه کوئ، په هر اندازه چې موږ وکړای شو سخت او چټک کار کوو، څو د افغانانو ترمنځ د سولې خبرو لپاره زمینه برابر شي، څو هغوی د جګړې پر ځای سره سوله وکړي.»
بل لورته بیا ښاغلی خالد وايي، افغان ځواکونه کولای شي ان د بهرنیو عسکرو د وتلو پر مهال هم له خپلې خاورې دفاع وکړي.
د ملي دفاع سرپرست وزیر ډاډ ورکوي چې دغه وزارت کې به د مشرتابه په کچه کې د ځوانانو د ونډې زیاتوالي لپاره د هغه هلې ځلې روانې وي.