Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

یوناما:روان کال د ملکیانو د مرګ ژوبلې له پلوه ناوریني کال دی

په کابل کې د ملګرو ملتونو سازمان د سیاسي دفتر چارو مسوول «افغانستان او د سولې پروسې» مجلې د مخ کتنې په پروګرام کې وویل چې د روان زیږدیز کال په ۹ میاشتو کې ۲ زره او ۲۴۰ ولسي وګړي د افغانستان په جګړو کې وژل شوي او ۵ زره او ۳۷۹ تنه ټپيان شوي دي.

د ملګرو ملتونو سازمان دغه چارواکي، د جګړې له امله د زرګونو تنو وژل کېدل، پر ماشومانو او کورنیو د جګړې اغېزه ګواښوونکې بولي.

په کابل کې د یوناما دفتر د سیاسي چارو مسوول اسکاټ اسمېټ وايي په افغانستان کې د سولې هوکړې ته رسېدل هره ورځ ځنډ، په هېواد کې د جګړې د یوې بلې ورځې جګړې په مانا دی.

اسکاټ اسمېټ په دې اړه زیاته کړه:«هره ورځ چې سوله ځنډېږي، یوه بله جنګي ورځ ده او د جګړې پایله د خلکو لپاره ناورین رامنځته کوونکې ده. تاسې پوهېږئ چې یوناما په ۲۰۱۷ کال کې تراوسه ۲ زره او ۶۰۰ ولسي وګړي وژل شوي او ۵ زره او ۳۷۹ تنه ټپيان په جګړه کې ثبت شوي دي.»

په ورته وخت کې د سولې د عالي شورا مرستیاله وايي هغه کسان افغانستان ته د سولې د رسېدو په وړاندې خنډ دي چې هېواد ته د سولې له راتلو سره د هغوی اقتصادي ګټې په خطر کې لوېږي،

د سولې د عالي شورا مرستیاله حبیبه سرابي وايي:«د سولې عالي شورا د مطبوعاتي کنفرانس په لړ کې پرې غږ وکړ له هر میکانیزم سره چې تاسې حاضر یاست (خبرې اترې وکړو.)، خو موږ د طالبانو له خوا تراوسه کوم مشخص نظر نه دی پيدا کړی.»

په دغه پروګرام کې له هغې مجلې مخ کتنه وشوه چې د افغانستان د سولې په اړه په کې څېړنیزې مقالې چاپ شوي دي.

د څېړنې او پراختیا بنسټ مسووله مریم صافۍ څرګنده کړه:«په اوسنیو شرایطو کې چې ناامني او د ولسي وګړو مرګ ژوبله زیاته شوې، د سولې مسلې ته مخه کول له هر څه نه مهمه او حیاتي شوي دي.»

هغه مقالې چې په دغې مجلې کې د افغانستان د سولې د بهیر د څرنګوالي په اړه چاپ شوي دي، دننه او له هېواده بهر د افغان مېرمنو ځینې څېړنیز کارونه دي.

دا مجله چې اوس په انګلیسي ژبه چاپ شوې، ټاکل شوې ده چې په دري او پښتو ژبو وژباړل شي او وروسته د زده‎کړیالانو په واک کې هم ورکړل شي.

شریک یي کړئ