Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

یوناما: افغانستان کې له فساد سره مبارزه دوامداره تمرکز غواړي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ دفتر(یوناما) وايي د فساد پر وړاندې د مبارزې د ستراتیژۍ د عملي کیدو په برخه کې د پرمختیا رامنځ ته کول پرلپسې هڅو او تمرکز ته اړتیا لري.

د یاد بنسټ په تازه خپاره شوي راپور کې چې نن(دوشنبې د غويي په ۳۰مه نېټه) خپور شوی، افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي، تدامیچي یاماموتو له قوله راغلي دي:«د فساد پر وړاندې مبارزه په ریښتیني ډول د افغانستان لپاره یوه اساسي اړتیا ده. ملګري ملتونه له فساد سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان د پرمختګ هرکلی کوي، خو ټول افغان بنسټونه او د ټولنې هره برخه باید هڅې وکړي، چې په افغانستان کې ریښتینولي، روڼتیا او حساب ورکول پراخ شي.»

دغه راپور چې د « د فساد په وړاندې د افغانستان مبارزه د سولې او هوساینې اساس» تر نامه خپور شوی په کې راغلي دي چې چې له فساد سره د مبارزې د اصلاحاتو په برخه کې د افغاستان پرمختګ ارزول شوی او په دې تړاو د افغان ادارو د ملاتړ په موخه د شویو سپارښتنو تحلیل وړاندې کوي، چې د هغو خلکو ژوند ورسره ښه شي، چې له دغې ننګونکې مسلې سره هره ورځ لاس ګریوان دي.

راپور کې وړاندې راغلي دي په څه ډول فساد په دوامدار ډول په افغانستان کې د ژوند په ټولو اړخونو اغیز کړیدی، په حکومتي ادارو یې د خلکو باور له منځه وړی او دغه هیواد ته یې د سولې او هوساینې راوړلو په وړاندې خنډ پیښ کړی دی.

د یوناما په دې راپور کې همداراز کاږل شوي دي:« فساد د قانون حاکمیت کمزوری کوي او د لازیاتو جرمونو لپاره لار هواروي. ورسره خواکې یو داسې ناوړه حالت رامنځته کوي چې د معافیت کلتور ورسره وده مومي.»

ښاغلي یاماموتو همداراز ویلي دي:« تر دې مهمه دا چې، فساد داسې کړۍ رامنځته کوي چې د سولې خوځښتونه له ګواښ سره مخامخ کوي، په داسې حال کې چې د افغانستان د راتلونکې لپاره پر خبرو اترو ولاړه حل لاره باید د روڼوالي او عدالت پر بنسټ وي.»

په راپور کې سپارښتنې هم شوې او ښیي چې د فساد په وړاند مبارزه کې د حکومت روانو هڅو د ډیرو افغانانو په ژوند تر اوسه اغیز نه دی کړی. رپوټ دې پایلې ته رسیدلی چې، د پالیسۍ او قانوني اصلاحاتو سره سره، فساد اوس هم د افغانستان د سولې او اوږدمهاله سوکالۍ په لاره کې یو اساسي خنډ دی.

په راپور کې همداراز د افغانستان لپاره د اوږدې مودې ستراتیژۍ رامینځ ته کول مهم بلل شوي دي چې له مخې یې د اصلاحاتو د پخوانیو هڅو لاسته راوړنې دوام ومومي او له فساد سره د مبارزې لپاره د خلکو مخ پر زیاتیدونکې لیوالتیا پیاوړې شي.

راپور کې راغلي دي په څه ډول فساد په دوامدار ډول په افغانستان کې د ژوند په ټولو اړخونو اغیز کړیدی، په حکومتي ادارو یې د خلکو باور له منځه وړی او دغه هیواد ته یې د سولې او هوساینې راوړلو په وړاندې خنډ پیښ کړی دی

شریک یي کړئ