Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

یونما:شواهد لرو چې د کندز په برید کې د ملکیانو د وژنې پخلی کوي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا یونما ویلي کره شواهد یې ترلاسه کړي چې ښيي د کندز په چهاردره کې د هوايي بمبارۍ په ترڅ کې ۱۰ تنه ولسي وګړي وژلي دي.

یوناما پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې بېلابېلو سرچینو د دې پخلی کړی چې څلور ورځې وړاندې په کندز کې د هوایي بمبارۍ له امله په وژل شویو کسانو کې ولسي وګړي هم شامل دي.

د کندز ولایت د  چهار درې ولسوالۍ  په عملیاتو کې د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې  په تړاو د رپوټونو له خپرېدو څلور ورځې وروسته، یوناما پر خپل ټویټر پاڼه د  هغو څېړنو خبر ورکوي چې په دې پېښه کې د لسو ولسي وګړو د وژل کېدو پخلی کوي.

خو په کندز کې بیا د دغه شمېر پر زیاتوالي ټینګار کېږوي.

د کندز د ولایتي شورا غړی خوش محمد په دې اړه وايي:«د غراو قشلاق په کلي کې کابو ۱۳ تنه شهیدان لرو. او د رجکیه په کلي کې دوه تنه، چې ۱۵ تنه کېږي او د قتلام له کلي هم دوه تنه چې په ټول کې ۱۸ تنه کېږي.»

ځینې کسان چې په دغې پېښه کې ځانونه د ولسي وګړو د قربانیانو خپلوان بولي، هره ورځ د دې پېښې د څېړنې د غوښتې لپاره د دغه ولایت دولتي ادارو ته راځي.

د کندز د چهار درې اوسېدونکی خان محمد وویل:«کور را ته نه دی پاتې چې په کې ژوند وکړم، حتا یو ګیلاس هم نه‎لرم.»

په دې لړ کې په پلازمېنه او کندز کې دولتي چارواکي په دې تړاو بل څه وايي.

د ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیري څرګنده کړه:«دفاع وزارت یو کمېسیون ټاکلی چې دغه مسله وڅېړي، هلته یې یو کس روغتون ته راوړی وه چې وژل شوی وه او پنځه تنه ټپيان.»

د کندز د امنیه قومندان په ډاګه کړه:«ډېری وژل شوي هغه کسان دي چې د شپې له خوا، په نوبتي بڼه، د ضیاءالدین په ډله کې د دولت په وړاندې جنګېږي.»

دولتي ځواکونو  د طالبانو له حضور نه د کندز د چهار درې ولسوالۍ د یو شمېر سیمو د پاکولو لپاره څلور ورځې عملیات درلودل، خو په دغو عملیاتو کې د  لړم په ۱۲ او ۱۳نېټه هوايي بریدونه وشول چې د چهاردې د اوسېدونکو په وینا په دې پېښه کې د ولسي کسانو پر وژل کېدو سربېره د هغوی کورونه هم وران شوي دي.

له دې مخکې بهرنیو ځواکونو ویلي وو چې د کندز په پېښه کې ولسي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې خو دولتي چارواکو ویلي یوازې یو ملکي کس وژل شوی دی.

شریک یي کړئ