Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

یوه هلمندي ځوان لمریز واټرپمپ جوړ کړی

یوه هلمندي ځوان له  بې ساري نوښت سره لمریز واټرپمپ جوړ کړی چې د اړتیا وړ برېښنا د لمر له انرژۍ څخه ترلاسه کوي.

 دغه ۲۵ کلن ځوان داد محمد نومېږي او تر څلورم تولګي یې زده کړې کړي دي هغه وايي چې د تخنیکي وسایلو کار د شوق له مخې کوي خو اوس يي کار بار لوی شوی او اقتصاد يي وده کړې ده.

داد محمد وویل:«دغه مفکوره مې هغه مهال ذهن ته راغلی چې د برېښنا د نشوالي ستونزه وه او خلکو له ډېر لګښت سره پاکستاني او چنايي واټر پمپونه پېرل، وروسته بیا ما له ډېرو کمو پیسو سره دغه واټر پمپ جوړ کړ.»

داد محمد له خپل کار څخه خوښ دی او د هغه په وینا دغه واټرپمپ یې چې جوړ کړی په ډېر کم وخت یې ډېر مینه‎وال پیدا کړي. هغه وايي دغه وسیله نورو سوېلي ولایتونو ته امس اوستوي او له هغه څخه ښه عاید ترلاسه کوي.

هغه زیاته کړه:«خلک له ډېریو ولایتونو د دغه واټرپمپ د پېرلو لپاره راځي، ما تر څلورم ټولګي زده‎کړې کړي او وروسته د اقتصادي مسایلو له امله له خپلو زده‎کړو پاتې شوم، اوس ما دغه واټرپمپ جوړ کړی که‎چېرې له ما سره مرسته وشي، زه کولای شم نورې لاسته راوړنې هم ولرم.»

له بلخوا د هلمند ځینې نور اوسېدونکي چې دغه واټرپمپ یې پېرلی د هغه له مناسب کار څخه خوښ دي. هغوی وايي چې حکومت باید د ځوانانو له استعدادونو څخه ګټه پورته کړي.

د هلمند د لښکرګاه اوسېدونکی لالا خان خروټی وايي:«هلمند دایمي برېښنا نه‎لري، اوس ډېری کسان له دغه واټرپمپ څخه کار اخلي.»

داد محمد وايي که‎چېرې د هغه ملاتړ وشي او په دغه برخه کې هغه ته د مسلکي زده‎کړو زمینه برابره شي په دې برلاسی دی چې له دې ښه او ستر ماشینونه جوړ کړي.

شریک یي کړئ