Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

۱۳۹۶ لمریز کال د ولسي وګړو لپاره خونړی کال وه

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وایي د دولتي ځواکونو او ترهګرو ترمن نښتو او همداشان ځانمرګي بریدونو اوچاودنو کې تر ډېر ولسي وګړو ژوند بایللی.

د بشري حقونو د کمېسیون چارواکي وایي دغو پېښو کې شاوخوا ۱۰ زره ملکي کسان وژل شوي چې له ډلیې یې نېږدې ۲ زره ماشومان دي.

په دې منځ کې یو هم وړه ملکه وه چې کابل کې یې د ځانمرګي برید په پایله کې ژوند له لاسه ورکړی.

د سیمرا پلار د خپلې کوچینۍ لور، ملکې د وژنې ترخه کیسه کوي چې د سرک د غاړې پلورونکې وه.

ملکه د وزیر محمد اکبرخان لسم سرک هغه سیمه کې چې په شدت سره يي امنیت خوندي دی په یو ځانمرګي برید کې ووژل شوه.

د نوموړې پلار، خان محمد وايي:«کابو څلور بجې او لس دقیقې وې چې ځانمرګی برید وشو، دلته راغلم راته یې اجازه رانکړه... خو ملکه وژل شوې وه او دلته پرته وه... مړی مې له روغتون څخه ترلاسه کړ.»

سمیر او ملکه غبرګوني وو او د هغه کوچینۍ خور رابعه دلته د خپل پلار سره د سرک غاړې پلورونکې ده.

سمیر وايي:«هره شپه یې خبرې او خنداګانې رایادیږي او هره شیبه مې په یاد ده چې یوځای سره ښوونځي ته تلو او کار مو کولو.»

د ملګرو ملتونو د سازمان د مالوماتو پر بنسټ سږکال دری زره ۵۰۰ ملکي وکړي وژل شوي او له ۷ زره ډیر نورټپيان شول.

د بشري حقونو خپلواک کمیسیون وايي، د ۱۳۹۶ لمریز کال پرمهال له دوه زره ډیر ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون ویاند، بلال صدیقي وايي:«موږ د ملکي کسانو مرګ‎ژوبلې په اړه اندېښنه لرو... له بده مرغه چې تر ډېره ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده او سږ کال کابو دوه زره ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.»

د دغه مالوماتو له مخې د ملګي مرګ ژوبلې زیاتوالی زړه بوږونکې ده، خو تر دې دمه د ملکي وګړود معلول کیدو هيڅ شمیرې نه دي ورکړل شوې.

افغانستان کې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي چې ۱۳۹۶ کال کې د ملي کسانو په ډلې کې کابو دوه زره ماشومانو ته مرګ ژوبله  اوښتې ده

شریک یي کړئ