Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

۱۳۹۷ کال کې د سولې د خبرو د پیل پړاو

افغانستان په ۱۳۹۷ هجري لمریز کال کې د ډېرو نورو پېښو ترڅنګ د هېواد اتلس کلنې جګړې په تاریخ کې د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو اترو شاهد وو.

دا خبرې د آسیا سویل او مرکزي اسیا په برخه کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې، الیس ویلز له طالبانو سره پیل کړې او وروسته واشنګټن د افغان سولې لپاره زلمی خلیلزاد د ځانګړي استازي په توګه وټاکه.

الیس ویلز هغه مهال کابل ته د خپل لومړي سفر پرمهال د سولې د بهیر بریالیتوب ګران کار باله، خو ویلي یې وو چې د افغانستان د جګړې بندوند ماتېدو ته هیله‎منده ده.

واشنګټن تېرو اوو میاشتو کې د افغان حکومت له ګډونه پرته له طالبانو سره په قطر کې ناستې درلودې او د سولې په تړاو یې بحثونه وکړل، اوس د طالبانو پخوانی چارواکی او طالبانو له سلاکارانو په دې اړه وايي چې سولې ته رسېدل تقریبآ حتمي دي.

د افغان سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو، ځانګړی استازی، زلمی خلیل زاد وايي:« په نړیوالو چارو کې خپلې تجربې ته په کتو او هغه څه مې چې په نړۍ او سیمه کې لیدلي او پرې پوهېږم،  موخې ته د رسېدو لپاره به ترې کار واخلم.»

ښاغلي خلیلزاد له افغان سیاستوالو او حکومتي چارواکو سره تر مشورو وروسته په قطر کې له طالب استازو سره خپل لومړۍ ناسته د سلواغې په میاشت کې ترسره کړه. خو د دوی دریمه ناسته په جدي توګه اوظبي کې ترسره شوه او دواړو لورو د دې خبرو اترو د لارې نقشې په اړه پرمختګونه وکړل، له افغانستانه د امریکايي سرتېرو وتل او دا چې د افغانستان له خاورې به د نورو هېوادونو پر ضد کار نه اخیستل کېږي له جدي مواردو وو.

څلورمه ناسته کې هم دواړو لورو پرېکړه وکړه چې له خپلو مشرانو سره خپلمنځي سلامشورې وکړي. خو د خبرو په پنځم دور کې ملا برادر هم قطر ته ولاړ او له امریکا سره د طالبانو واکمن پلاوي کې یې خبرې پیل کړې او داسې ښکاره شوه چې دواړه لوري له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتو او دا چې د افغانستان له خاورې د نورو هېوادونو پر ضد استفاده ونشي، کومې وکړې ته رسېدلي وو.

د طالبانو پخوانی چارواکی، ملا عبدالسلام شعیف چې قطر کې یې د سولې خبرو کې ګډون درلود، د سولې خبرو ته خوش بین ښکاري.

دی وايي:«سوله اوس تقریبآ حتمي ده، باور جوړونې ته چې اړتیا وه، اوس تر ډېره حده رامنځته شوې ده.»

همداراز د افغان سیاستوالو په ګډون مسکو کې له طالبانو سره ناسته هم بله موضوع وه چې حکومت دا ناسته یوازې یوه علمي ناسته وبلله، خو افغان سیاسي څېرو چې په دې ناسته کې ګډون کړی وو، ویل چې دا ناسته لامل شو تر څو دواړه لوري پرته له کومې ستونزې یو بل ته د سولې پیغامونه واستوي.

د مسکو د ناستې ګډون کوونکی، وحید مژده وايي:« دا ناسته د افغان د افغانستان سولې په ګټه وه او د لومړي ځل لپاره وه چې یو شمېر افغان سیاستوال له طالبانو سره یوځای ناست وو او خپل دریځونه یې بیانول.»

خو له خبرو اترو د حکومت لیري ساتل هغه موضوع ده چې حکومت ترې ناخوښ دی، طالبانو له امریکا سره د خپلو خبرو پرمهال د حکومت د استازو ګډون ونه مانه او خبرې تر دې راورسېده چې په دې وروستیو کې د ملي امنیت په برخه کې د ولسمشر سلاکار، حمدالله محب امریکا ته د خپل سفر پر مهال وویل چې زلمی خلیلزاد د موقت حکومت د رامنځته کولو په هڅه کې دی تر څو خپله یې مشر شي، همداراز یې ویل چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو روان بهیر روڼ نه دی.

ټاکل شوې افغان سیاستوال، د طالبانو استازي او ښایې د حکومت استازو په ګډون د اپریل میاشتې په ۲۴مه د اوربند، د هېواد د نظام څرنګوالي او یو شمېر نورو مواردو باندې سره ناسته ولري، دا هڅې په هېواد کې د جګړې د موسوم سره سمې کېږي، وبه لیدل چې نوي کال کې به د افغانستان د جګړې ډګرونه د سولې په ډګرونو بدل شي او که نه؟

۱۳۹۷ کال کې د سولې د خبرو د پیل پړاو

الیس ویلز کابل ته د خپل لومړي سفر پرمهال د سولې د بهیر بریالیتوب ګران کار باله، خو ویلي یې وو چې د افغانستان د جګړې بندوند ماتېدو ته هیله‎منده ده

شریک یي کړئ