Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

۹۱ سنله افغان ماشومان په یو ډول له تاوتریخوالي سره مخ دي

د ماشومانو د ژغورنې صندوق له لورې د شوې نظرپوښتنې پایلې ښيي، چې په افغانستان کې ۹۱ په سلو کې ماشومان په یوه ډول له تاوتریخوالي سره مخامخ دي.

د ماشومانو د ژغورنې صندوق، افغانستان د ماشومانو لپاره خوندي هېواد نه بولي.

دغه نظر پوښتنه چې له  یو زره او ۱۰۰ ماشومانو، میندو او پلرونو او همداراز په کابل، ننګرهار، بلخ، جوزجان او سرپل ولایتونو کې د ماشومانو د ملاتړو ادارو له مسوولینو سره د خبرو پر بنسټ برابر شوې د دې ښودنه کوي چې په هېواد کې یوازې ۹ سلنه ماشومان له تاوتریخوالي خوندي دي.

په افغانستان کې د ماشومانو  د ژغورنې صندوق اجرايي رییس پال بارکر وویل:«هغه بنسټیزه ننګونه چې د ماشومانو په وړاندې د تاوتریخوالي لامل ګرځي له هغې ډلې بې‎وزلي، بې‎کاري او د هېواد د ماشومانو د ملاتړ لپاره د حکومت کم کارۍ دي.»

د ماشومانو د ملاتړ د دغه نړیوال بنسټ څېړنې ښيي چې په افغانستان کې د ماشومانو په وړاندې جسمي تاوتریخوالي په لوړه کچه کې دي.
کابو نیمايي هغه ماشومان چې په نظرپوښتنه کې ورسره خبرې شوي ویلي یې دي په کور کې له رواني تاوتریخوالي کړېږي.

په دغه نظرپوښتنه کې ۳۸ سلنه ماشومانو ویلي نجونې او هلکان دواړه په برابره توګه له جنسي تاوتریخوالي سره مخامخ دي.

د ماشومانو د ژغورنې په نړیوال صندوق کې د ماشومانو د ساتنې د چارو سلاکار صفي الله امر خېل څرګنده کړه:«هغه شمېرې چې موږ یې تاسو ته وړاندې کوو. دا د افغانستان د ټولنیز جوړښت په پام کې نیولو سره په ځلونو لوړ دی.»

دغه بنسټ په افغانستان کې د ماشومانو وضعیت د اندېښنې وړ بولي او له افغان حکومته غواړي د ماشومانو د وضعیت د ښه کولو لپاره د دغه بنسټ وړاندیزونو ته جدي پام وکړي.

د کار او ټولنیزو چارو د تامیناتو رییسه مریم زرمتۍ څرګنده کړه:«ستونزې شتون لري موږ دا منو خو د ماشومانو د وضعیت د ښه‎والي لپاره هڅې روانې دي.»

په دغه نظرپوښتنه کې راغلي پلرونه، میندې، د ماشومانو خپلوان او ښوونکي د ماشومانو په وړاندې د تاوتریخوالي اصلي عاملین دي.

دا نظرپوښتنه د هېواد په پنځو ولایتونو کې شوې ده.‎ د همدې نظرپوښتنې له مخې یوازې ۹ په سلو کې ماشومان، له تاوتریخوالي خوندي دي.

شریک یي کړئ