Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په ننګرهار کې د داعش جنګیالیو د برید په پایله کې ۴ تنه ولسي وګړي وژل شوی

د ننګرهار ولایت امنیتي چارواکي وايي چې د شنبې پر ګهیځ په لسګونو داعش جنګیالیو د ننګرهار پر پچیراګام برید وکړ.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیانی وايي چې په دغه برید کې څلور تنه ولسي وګړي او ولسي پاڅون کوونکو وژل شوي او د ۲۴ تنه نور ټپیان شوي دي او دغې ډلې څو کورونو ته اور ورته کړی .

هغه همدارنګه د ننګرهار په پچیراګام ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو د هوايي او ځمکنیو بریدونو په پایله کې د داعشیانو د ۵۴ جنګیالیو له وژل کېدو خبر ورکوي.

دا په داسې حال کې ده چې موده وړاندې افغان ولسمشر اشرف غني په ختیځو ولایتونو لغمان،ننګرهار کې مېشتو ځواکونو ته حکم وکړ چې د څو اوونیو په اوږدو کې د هېواد په ختیځ کې د داعش په نامه ډلې پورې اړوند بلواګري له منځه یوسي.

هغه همدارنګه ډاډ ورکړ چې د هېواد د پوځيانو په واک کې به ډېر تجهیزات ورکړل شي.

ولسمشر غني د ۲۰۱ سېلاب قول اردو په مرکز کې له پوځيانو سره د لیدنې په لړ کې حکم کړی وه ترڅو ژر تر ژره د هېواد په ختیځ کې داعشیان له منځه یوسي.

د ننګرهار ولایت امنیتي چارواکي وايي چې د شنبې پر ګهیځ په لسګونو داعش جنګیالیو د ننګرهار پر پچیراګا

Thumbnail

د ننګرهار ولایت امنیتي چارواکي وايي چې د شنبې پر ګهیځ په لسګونو داعش جنګیالیو د ننګرهار پر پچیراګام برید وکړ.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیانی وايي چې په دغه برید کې څلور تنه ولسي وګړي او ولسي پاڅون کوونکو وژل شوي او د ۲۴ تنه نور ټپیان شوي دي او دغې ډلې څو کورونو ته اور ورته کړی .

هغه همدارنګه د ننګرهار په پچیراګام ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو د هوايي او ځمکنیو بریدونو په پایله کې د داعشیانو د ۵۴ جنګیالیو له وژل کېدو خبر ورکوي.

دا په داسې حال کې ده چې موده وړاندې افغان ولسمشر اشرف غني په ختیځو ولایتونو لغمان،ننګرهار کې مېشتو ځواکونو ته حکم وکړ چې د څو اوونیو په اوږدو کې د هېواد په ختیځ کې د داعش په نامه ډلې پورې اړوند بلواګري له منځه یوسي.

هغه همدارنګه ډاډ ورکړ چې د هېواد د پوځيانو په واک کې به ډېر تجهیزات ورکړل شي.

ولسمشر غني د ۲۰۱ سېلاب قول اردو په مرکز کې له پوځيانو سره د لیدنې په لړ کې حکم کړی وه ترڅو ژر تر ژره د هېواد په ختیځ کې داعشیان له منځه یوسي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه