Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

طالبان له بهرنیو ترهګرو سره په هملاسۍ د بدخشان د سرو زرو کان پر لوټو لاس پورې کړی

د بدخشان ولایتي شورا او د راغستان ولسوالۍ اوسېدوونکي ادعا کوي چې طالبانو د دغې ولسوالۍ د سرو زرو له کانه ګټه اخلي.

سرچینې وايي چې د منځنۍ اسیا یو شمېر کان کیندونکي د طالبانو لپاره د راغستان له کانه سره زر باسي.

د بدخشان د ولایتي شورا رییس وایي طالبان خپل لوی عواید د دغه ولایت له کانونو ترلاسه کوي.

د بدخشان د ولایتي شورا رییس عبدالبشیر صمیم وویل:«د لاجور له کان څخه وروسته،د راغستان د سرو زرو د طالبانو دویمه ستره عایداتي سرچینه ده.هغو له دغو کانونو څخه تجهیز او تمویلېږي او د امنیتي ځواکونو په وړاندې درېدنه کوي.که‎چېرې دولت اقدام ونه کړي،د مرزي ولسوالۍ وضعیت به لاخراب شي.»

د بدخشان د راغستان ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي چې په دې وروستیو کې د فیض اباد ښار ته راغلي ادعا لري چې د راغستان د سرو زرو کان د طالبانو په ولکه کې دی.

هغوی وايي چې تاجیکي توکمه ترهګر چې له خپلو کورنیو سره دغې ولسوالۍ ته راغلي دي،له طالبانو سره په همکارۍ کې د سرو زرو په رایستو بوخت دي.

د راغستان ولسوالۍ اوسېدونکی سیداحمد په دې اړه وویل:«له دوه کلونو راهیسې د راغستان سره زر باسي او هره ورځ زر مثقاله سره زر باسي چې هر مثقال یې ۱۰ زره افغانۍ بیه لري. او په خلکو ظلم کوي.»

له بخوا د بدخشان امنیه قومندان وايي چې د دغه کان ډېری برخې د طالبانو له ولکې څخه بهر کړل شوي دي.
د بدخشان امنیه قومندان غلام سخي غفوري وویل:«امنیتي ځواکونه په بدخشان کې په ارامه ناست نه دي. موږ کرا کرا عملیات ته مخه کړې او انشالله په نږدې راتلونکې کې په راغستان کې چاڼيز عملیات به پیل شي.»

دغه اندېښنې په داسې حال کې مطرحه کېږي چې د بدخشان پولیسو یوه میاشت وړاندې اعلان کړی وه چې د راغستان د سرو زرو کان یې له ۴۱ ورځو عملیاتو څخه وروسته د طالبانو له ولکې بهیرکړی دی.

یو شمېر غیر رسمي شمېرې ښيي چې طالبان د میاشتې تر پنځه مېلیونه افغانۍ د راغستان د سرو زرو له کان څخه ترلاسه کوي.

د اړوند رپوټ د ویډیو د لیدو لپاره دا خای کېکاږئ:

د بدخشان ولایتي شورا او د راغستان ولسوالۍ اوسېدوونکي ادعا کوي چې طالبانو د دغې ولسوالۍ د سرو زرو ل

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه