Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

دوستم ولسمشر غني پر «قوم‌‎پالنې» تورن کړ

د ولسمشر لومړی مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم د غورماچ ولسوالۍ له پوځي عملیاتو له راستنیدو وروسته په شبرغان ښار کې خبري ناسته ته د حکومت پر مشرانو سخته نیوکه وکړې او ولسمشر غني يې په قوم‎پالنې تورن کړ، ده زیاته کړه چې هغه کس چې ولسمشر له قوم څخه وي ورته ګران دی او که یې د ولایت وي نو ډېر ورته ګران دی.

جنرال دوستم، اجرائیه رئیس، عبدالله عبدالله کمزوری وباله.

د ولسمشر لومړي مرستیال وویل:«ډاکټر صاحب عبدالله تاجک دی؛ هر څه چې وي کمزوری دی او د خلکو تر منځ ښه نوم نلري. ولسمشر ته هغه کس چې په پښتو خبرې کوي، ښه سړی دی. که له لوګر څخه وي نو ډېر ښه سړی دی.»

له بلې خوا د اصلاحاتو او ښې حکومتولۍ په چارو کې د ولسمشر ځانګړی استازی، احمدضیاء مسعود پنجشیر کې یوې غونډې کې حکومتي ادارې په قومي او سیاسي کولو تورنوي.

ضیاء مسعود زیاته کړه:«دا څه ګټه لري چې نن زه په حکومت کې یم، ټول تاجکان په حکومت کې شامل کړم. دا څه ګټه لري چې نن یو پښتون ورور د ځواک په سر کې دی او ټولې دولتې ادارې له پښتنو ډکې کړي. دا هېڅ ګټه نه کوي.»

ښاغلی مسعود همداراز په راتلونکي پسرلي کې د طالبانو او داعش جنګیالیو د فعالیتونو د پراختیا خبره کوي او له جهادي قوماندانانو غواړي د افغان ځواکونو ترڅنګ له هېواد څخه دفاع لپاره چمتو شي.

په دغه غونډه کې یو شمېر قومي مشران قومي اختلافاتو ته د لمن وهلو په اړه انديښنه څرګندوي او له خلکو غواړي د بهرنیو د دسیسو په وړاندې ځیر واوسي.

د ولسمشر لومړی مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم د غورماچ ولسوالۍ له پوځي عملیاتو له راستنیدو وروسته پ

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه