Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په کندز کې ۳ افغان کمانډو او ۲ امریکايي ځواکونه وژل شوي

د ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیري نن پنجشنبې(د لړم په ۱۳مه)اعلان وکړ چې په کندز کې د یوه پوځي عملیاتو په لړ کې د درې افغان کمانډو ځواکونو په ګډون د امریکا د ځانګړو ځواکونو دوه سرتېري وژل شوي دي.

هغه زیاته کړه چې په دغو عملیاتو کې ۷ افغان کمانډو ځواکونو په ګډون دوه امریکايي سرتېري هم ټپيان شوي دي.

په همدې حال کې د ناټو پرېکنده ملاتړ مأموریت هم په افغانستان کې د خپلو د دوه سرتېرو وژل کېدو پخلی کړی.

د ناټو پوځي چارواکو په خبرپاڼه کې راغلي،چې دغه سازمان همدارنګه د افغانستان له خلکو سره مرستې ته ژمن دي.

خبرپاڼه په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو د عمومي قومندان له خولې لیکي:«د نن د زړه بوږنوونکې پېښې سربېره،موږ د خپلو افغان شریکانو په وړاندې پر خپلې ژمنې ولاړ یوو ترڅو هغوی وکولای شي چې له خپل ملت څخه دفاع وکړي.»

ښاغلي نېکلسن وویل چې دغه سرتېري د یوه روزنیز مأموریت په لړ کې،چې د طالبانو د پاکونې په موخه په لاره اچول شوی وه،د مرمیو موخه وګرځېدل.

که‎څه هم تراوسه د دغو پوځي عملیاتو په لړ کې د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه مالومات په واک کې نه‎شته،خو داسې رپوټونه شته چې د دغو عملیاتو په لړ کې ځینو ولسي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیري نن پنجشنبې(د لړم په ۱۳مه)اعلان وکړ چې په کندز کې د یوه پوځي عملی

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه