د زابل ولایت امنیتي چارواکي وايي چې د یاد ولایت په میزانه ولسوالۍ کې پر افغان ځواکونو د طالبانو برید په پایله کې یو افغان سرتيري خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
چارواکي زیاتوي چې په دې پېښه کې درې نور سرتيري ټپیان شوي هم دي.
دا پېښه تېره ورځ(دوشنبې د لړم۱۷مه) هغهمهال رامنځته شوې چې یو شمېر وسلهوالو په میزانه ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو پر پوستو برید وکړ او له دې ځواکونو سره یې نښته پیل کړه.
چارواکي وايي چې وسلهوالو له نښتې وروسته سیمه پرېښې ده.
چارواکو د دې نښتو په اړه جزئیات نه دي ورکړي.
په دې اړه مو اندونه