Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د فېزيکي پیسو نشتون ددې لامل شوی چې بویجه په بشپړه توګه مصرف نشي

د اقتصاد وزیر مني چې د «پیسو فېزیکي» نشتون د دې لامل شوی چې بودیجه په بشپړه توګه وزارتونو کې ونه‎لګول شي.

د اقتصاد وزیر مصطفي مستور وايي فکر کوم چې سږکال به دا ستونزه د مالیې په وزارت کې نه وي:«معمولاً ډېری وختونه، د فېزیکي پیسو نشتون یو له ستونزو څخه وي؛ خو زه فکر نه کوم چې انشاالله سږکال دا ستونزه دې د مالیې په وزارت کې وي.»

خو څارونکي بنسټونه وايی چې دولتي ځواکونه د خپلو بودیجو د لګښت وس نه‎لري او په ډېریو موردونو کې دا بودیجې په فساد او یا هم سیاسي لاسوهنو سره مخ کېږي.

د افغانستان د روڼتیا د څار بنسټ څېړونکی ناصر تیموري په دې اړه وايي:«موږ د افغانستان د روڼتیا د څار په بنسټ کې، د افغانستان ملي بودیجې د لګښت بڼه له لسو کلونو راهیسې څارو. د افغانستان ملي بودیجه د دې وس نه لري چې وکړای شي بهرنۍ او کورنۍ سرچینې په سمه، رڼه او ګټوره او ځواب ویونکې توګه ولګوي، دا وړتیا نه‎لري... هغه پیسې چې د ولسمشرۍ عملیاتي واحد ته لېږدول کې.ي او پراختیايي پروژې تر لاس لاندې نیسي چې د دولتي رسمي پروسو له لارې نه ترسره کېږي؛ دا ټولې پروژې پر فساد او سیاسي لاسوهنو ککړې دي.»

د چهارشنبې پر ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوې بله اعلامیه کې له افغان حکومت او په ولسمشرۍ ټاکنو کې له ښکیلو بنسټونو وغوښتل چې دا ټاکنې په رڼه او با اعتباره توګه ترسره کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د وروستي اعلامیې په یوې برخه کې چې د بنجشنبه په ورځ خپره شوه راغلي دي:«موږ دې پایلې ته رسېدلي یوو چې د څارنې او ارزونې کمېټه نه شي کولای د افغانستان  خلکو ته د یوې ښې راتلونکې د جوړولو لپاره په نړیوالو هڅو کې یوه همکار وي. موږ به د روان کال په پای کې د دې ادارې تمویل پایته ورسوو. موږ تمه لرو چې افغان حکومت له فساد سره په مبارزه، د افغانستان خلکو ته په خدمت او د هغوی د باور په ستنه کې ښکاره ژمنه وښيي.»

پر ملي یووالي حکومت د امریکا نیوکې هغه هم په رسمي ډول بې مخینې بلل کېږي.

د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو د بنسټ ویانده سمیرا رسا وايي:«هر څومره چې د ټاکنو له بهیره څارنه کومه وي، له بده مرغه موږ د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د درغلۍ د کچې د لوړوالي شاهد به وو.»

په دې لړ کې هغه څه چې په ټاکنیزو کمپاینونو کې له دولتي امکاناتو ګټه اخیستنه بلل کیږي تر ډیره د اندېښې وړ ده .

د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون په وینا په دې برخه کې هم د ملي یووالي حکومت په مشرانو پورې اړوند ټاکنیزو ډلو شکایت شوی دی.

 دغه تصویر چې په مبایل اخیستل شوی دی؛ ښيي چې دولت جوړونکي ټاکنیزه ډله چې د اشرف غني ده، د وزیر اکبرخان مېنې یوه کوڅه د تګ راتګ پرمخ تړلې ده او پر هغې یې د ټاکنو د کوڅې نوم ايښی دی.

د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون کمېشنر قطب‌الدین رویدار په دې اړه وايي:«هېڅوک حق نه‎لري، هېڅ ټاکنیزه ډله حق نه‎لري چې سړک وتړي، دا سرغړونه ده. کله چې شکایت وي، هر څوک چې د دغه سړک په خاطر په تکلیف وي، د دې لپاره چې د ټاکنیزو منډو ترړو دفتر دی، خلک، څارونکي بنسټونه، سیاسي ګوندونه، د افغانستان خلک کولای شي چې شکایت وکړي او موږ د قانون پر بنسټ د هغوی شکایتونو ته رسېدنه کوو.»

خودولت جوړونکي ټاکنیزه ډله وایي چې په دې کوڅه کې ددې ټاکنیزې ډلې له لوري یوازې امنیتي تدابیر نیول شوي دی .

دا ټاکنیزه ډله له نړیوالې ټولنې غواړي چې د رڼو ټاکنو په ترسراوي کې له کابل سره همکاري وکړي.

د دولت جوړونکې ټاکنیزې ډلې ویاند جاوید فیصل په دې اړه وايي:«هغه ټاکنې چې رڼې نه وي افغانستان د کړکېچ په لور بیايي. له همدې امله روڼتیا زموږ له لومړیتوبونو څخه دي او د کورنیو لوبغاړو په ګډون، له نړیوالو شریکانو هم غواړو چې له موږ سره خپلې فني همکارۍ شریکې کړي.»

ولسمشرۍ ټاکنې به د راتلونکې شنبې پر ورځ ترسره شي. د امنیت ټینګښت اود ټاکنو روڼتیا د افغان حکومت او د هغه د متحدان له لویو آزموینو ګڼل کېږي.

شریک یي کړئ